د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې وايي چې په افغانستان او په خاص ډول کابل کې یې د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره د شپږو میاشتو پلان ترتیب کړی او یوازې په کابل کې یې ۴۲۱۱ هغه زاړه موټر درولي، چې ډېر لوګي یې تولیدول.
د دغې ادارې چارواکو په وینا د اقلیم بدلون، د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا، د شنو سیمو کمښت، خامه سړکونه، د بې کیفیته تیلو مصرف او د زړو موټرو چلول هغه عوامل دي چې د کابل ښار هوا یې ککړه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې د ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال زین العابدین عابد وویل د چاپېریال ساتنې ادارې د څارنې او ارزونې ټیمونه په دوامداره ډول د هغو فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي چې د کابل او نورو ښارونو د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.
هغه وویل: "اقلیمي بدلون، د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا، د شنو ساحو کمښت، خامه سړکونه، له بې کیفیته نفتي توکو څخه استفاده او د وسایطو زیاتوالی او زوړوالی د کابل ښار د هوا د ککړتیا له عواملو څخه دي."
ده وویل چې د دغې ادارې تخنیکي ارقام ښیې چي د روان ۱۴۰۳ لمریزکال په لومړیو لسو میاشتو کې د تیر کال په پرتله د هوا د ککړتیا وضعیت ښه دی او په دې برخه کي لا هم هڅي او کوښښونه دوام لري.
هغه وویل چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د هوا د ککړتیا مخنیوي او کمولو په موخه، شپږ میاشتنی عملیاتي پلان ترتیب شوی، چې اوسمهال د تطبیق په حال کې دی.
زین العابدین عابد وویل چې د ژمي په موسم کي د فوسیلي سون توکو، په خاصه توګه د ډبرو سکرو، لرګیو، پلاسټیک، ټیرونو او ربړونو سوځول هغه څه دي، چي په مستقیم ډول د هوا د ککړتیا سبب کېږي.
هغه د کابل ښار له ښاریانو څخه وغوښتل، چې تر خپله وسه د هغو سون توکو له کارولو څخه ډډه وکړي چې نېغ په نېغه د هوا د ککړتیا سبب کېږي.
زین العابدین عابد وویل چې د وروستیو درې میاشتو کې په کابل کې د ترافیکو عمومي ریاست سره په همغږۍ، ۴۲۱۱ زیات دود تولیدونکي موټر چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځېدلي درول شوي دي.
د چاپیریال ساتنې د ادارې د معلوماتو له مخې ددغې ادارې ټیمونو د ۳۶۴۴ بېلابېلو اصنافو، لوړ پوړو ودانیو، فابریکو، شرکتونو، حمامونو او نورو ورته فعالیتونو څخه څارنه کړې او د چاپېریالي اصولو له سرغړوونکو سره قانوني چلند څخه کار اخیستل شوی دی.
کابل کې د یوې خوا په تیرو څه باندې دوو لسیزو کې د وګړو شمیر په بې ساري ډول زیات شوی او د بلې خوا د ښاري پراختیا د پلانونو او د کانالیزاسیون د سیستم نشتوالي له امله دا ښار د چاپیریال ساتنې په برخه کې د سترو ننګونو سره مخ دی. د یوې خوا د هوا د ککړتیا کچه ډیره زیاته شوې او د بلې خوا د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو اړتیا خورا زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې لږ ترلږه تر ۲۳ فیصد پورې کورنۍ پر نه تصفیه شویو اوبو باندې متکي دي.
دغې ادارې په افغانستان کې د اوبو په زیرمنو باندې د روانې وچکالۍ د اغیزو له امله اوبو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې او اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۳۹ فیصدو پورې کورنۍ د څښلو د اوبو د کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي چې له امله یې ددغه هیواد د ۵۰ فیصدو څخه زیاتو وګړو پر ژوند اغیزه کړې ده.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي وو چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي
همداشان د چاپېریال ساتنې ادارې د کابل ښار د فاضلابو د مدیریت لپاره د تصفیه خانو جوړولو د طرحې ترتیب او تائید، د فاضلاب ټانکرو د ثبت او جواز ورکولو طرحې چمتو کول، د نیالګیو اېښودلو د ۸ کلنې طرحې ترتیب او مشرتابه مقام ته د منظورۍ په موخه لېږل، د دود د تصفیې فلترونو د طرحې چمتو کول، د نقلیه وسایطو د چاپېریالي چک د طرحې جوړول، د چاپېریالي ککړتیاو د کموالي او مخنیوي کړنلارې ترتیبول او د افغانستان د لویو ښارونو لپاره د هوا ککړتیا د مخنیوي او عمل د پنځه کلن پلان نوي کول؛ د هوا ککړتیا د مخنیوي برخه کې د خپلې ادارې په نورو فعالیتونو کې یاد کړل.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شلامل دی، چې د اقلیم د بدلون د خورا سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو لپاره هیڅ ډول چمتوالی هم نلري.
فورم \ دبحث خونه