د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرو کې د ښځو او اقلیتونو پر ونډې د خلیلزاد ټينګار


زلمي خلیلزاد د سولې په خبرو کې د مدني ټولنو او ځوانانو پر ګډون هم ټینګار کړی دی.
زلمي خلیلزاد د سولې په خبرو کې د مدني ټولنو او ځوانانو پر ګډون هم ټینګار کړی دی.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وايي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورسوی.

یاد سفارت نن دوشنبه اپرېل۱۲(وري ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد کابل ته د سفر پرمهال له افغان چارواکو، سیاسي مشرانو، مدني او دیپلوماتیکو فعالانو سره د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې د چمتووالې په اړه خبرې کړي دي.

اعلامیه وايي: "په دغو ټولو ناستو کې سفیر خلیلزاد ټنیګار کړی چې دا مهمه ده چې دواړه لوري د سولې بهیر ګړندی کړي."

د اعلامیې په اساس زلمي خلیلزاد په ټولو لیدنو کې ویلي چې د سولې خبرو کې د ښځو او اقلیتونو معنا لرونکې ونډه اړینه ده.

زلمي خلیلزاد د سولې خبرو کې د مدني ټولنو او ځوانانو پر ګډون هم ټینګار کړی دی.

که څه هم د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې د پیلېدو نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح تیره ورځ وویل چې ممکن یاده ناسته روانه اونۍ پيل شي.

هغه وویل چې دغه ناستې ته چمتووالی نیول شوی دی او زیاته کړه چې امریکايي لوري د دغه ناستې اجنډا له حکومت سره شریکه کړې ده چې په وینا یې اوربند او د حکومت جوړول یې مهمې مادې دي.

XS
SM
MD
LG