د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: لسګونه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي


د کراچۍ په ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو چارواکي وايي چې لسګونه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، ددغې قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو جنرال قنسول سید عبدالجبار تخاري د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ددغو تازه خوشې شویو افغان کډوالو شمیر ۸۹ تنو ته رسیږي.

سید عبدالجبار تخاري ویلي چې په دغو خوشې شویو افغانانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي چې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ څلورم (مرغومې ۱۴) د چمن – سپین بولدک له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.

هغه ویلي چې لا هم د سند د ایالت په زندانونو کې تر ۲۷۹ تنو پورې افغان کډوال بندیان دي، چې د خوشې کیدو لپاره یې هڅې کوي.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو چارواکي ویلي چې د بند څخه ددغو تازه خوشې شویو افغان کډوالو دمخه هم د سند د ایالت له زندانونو درې زره او ۵۳ افغان کډوال خوشې شوي وو او د خوشې کیدو وروسته افغانستان ته استول شوي وو.

هغه ویلي چې په وروستیو څو میاشتو کې په مجموعي ډول د سند د ایالت له زندانونو څخه درې زره او ۱۴۲ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر وروسته له هغې چټک شو چې د دغه هیواد حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې په درییمه له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه.

د پاکستان حکومت دغو کډوالو ته د تیر میلادي کال د نومبر تر لومړۍ نیټې له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت ورکړی و او ویلي و چې غیرقانوني کډوال به د مهلت د پوره کیدو وروسته ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

د پاکستان د سند د ایالتي حکومت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز د امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي و چې حکومت یې د ټولو هغو کډوالو ایستلو ته ژمن دی چې په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته ورغلي دي.

هغه ادعا وکړه چې پاکستان ته په غیرقانوني ډول ورغلي کډوال د کراچۍ د ښار په جنايي پیښو کې لاس لري.

د سند د ایالتي حکومت دغه چارواکي ویلي و چې دا ایالت د پاکستان د مرکزي حکومت د پریکړې پر اساس د نورو ایالتونو په څیر په سند کې هم د غیرقانوني کډوالو پرخلاف اقدامات پیلوي.

د پاکستان د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل څخه د نوي ۲۰۲۴ کال تر پیل پورې شاوخوا ۴۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې چې تروریستان د افغانستان په دننه کې خوندي پتنځایونه لري او له دغه هیواد څخه په پاکستان کې د تروریستي بریدونو لپاره کار اخلي.

خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستان باید خپلو امنیتي کمزوریو پړه پر طالبانو باندې وانه اچوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG