د لاس رسي وړ اتصالات

ملابرادر: ځینو بانکونو کې لا هم د نغدي اداینې ستونزه په بشپړ ډول نه ده حل شوې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دا منلې چې اوس هم افغانستان کې په ځینو بانکونو کې د نغدي اداینې مشکل په بشپړ ډول نه دی حل شوی.

ملا برادر د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۱ ( سلواغې ۲۲) کابل کې د طالبانو د حکومت اقتصادي عالي شورا مشرتابه، مالي ثبات کمېټې او د جواز لرونکو بانکونو سهمدارانو دوییمې غونډې ته په وینا کې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې د بانکي سکټور رول مهم وګڼه او له بانکونو څخه یې وغوښتل چې خپلو مشتریانو ته دې ښه خدمتونه وړاندې کړي.

هغه په بانکي سکټور کې د راغلو پرمختګونو ترڅنګ ځینو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "په یو یا هم دوو بانکونو کې د نغدي اداینې ستونزه لا تراوسه په بشپړ ډول نه ده حل شوې".

ملابرادر د جواز لرونکو بانکو د سهمدارانو او مالي ثبات کمېټې له غړو وغوښتل چې په ګډه د دغې ستونزې په حل کې همکاري وکړي.

همداشان د طالبانو د حکومت دغه چارواکي د خصوصي بانکونو د شریکانو او سهمدارانو څخه وغوښتل چې افغانستان ته دې ستانه شي او په سم ډول دې د خپلو بانکونو په مدیریت سره په افغانستان کې د بانکي سکټور په وده او پرمختګ کې برخه واخلي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغه هیواد بانکي سیستم د ډیرو زیاتو ننګونو سره مخ شوی دی او د تیرو څه باندې دوو کلنو په تیریدو لا هم بانکداري بیرته خپل عادي حالت نه ده ستنه شوې، چې له امله یې د بانکونو مشتریان او سوداګر د ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي او د بانکونو مشتریان نشي کولی چې کومې پيسې یې چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه په بانکونو کې ایښې وې په ازاد ډول له بانکونو راوباسي.

اوس مهال د بانکونو مشتریان کولی شي د خپلو شخصي بانکي ډالري حسابونو څخه په اونۍ کې تر ۱۰۰۰ امریکايي ډالر او په میاشت کې تر ۳۰۰۰ پورې ډالر راوباسي. همداشان هغه مشتریان چې په بانکونو کې د افغانۍ حسابونه لري کولی شي په اونۍ کې تر ۷۰ زرو افغانیو او په میاشت کې تر ۲۵۰ زرو افغانیو پورې خپلې پیسې له بانکونو راوباسي.

ددې ترڅنګ د بانکونو له خوا د دولتي او غیردولتي شرکتونو پنځه فیصده پیسې په دې شرط بیرته ورکول کیږي چې دا پیسې د میاشتې له سل زره ډالرو او یا د هغې معادل افغانیو څخه زیاتې نشي.

د افغانستان بانک چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د روان ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په میاشت کې ویلي و: "د دولتي او غیردولتي شرکتونو د مشتریانو له خوا په بانکي حسابونو کې د ایښودل شویو پیسو پنځه فیصده بیرته هغوی ته په دې شرط ورکول کیږي چې ددغو شرکتونو له خوا د پیسو اخیستلو اندازه له سل زره امریکايي ډالرو او یا د هغې معادل نورو اسعارو څخه زیاته نشي".

افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا د افغانستان بانک د نږدې لسو میلیاردو ډالرو شتمنۍ کنګل شوې او ددغه هیواد بانکي سیستم د ډیرو ننګونو سره مخ شوی دی.

ددغو بندیزونو له امله افغان سوداګر نشي کولی د بهرنیو بانکونو له لارې د افغانستان او بهرنیو هیوادونو ترمنځ د پیسو لیږد رالیږد ترسره کړي. د امریکا ددې اقدام وروسته اکثرو نړیوالو بانکو او مالي شرکتونو هم افغانستان کې دننه بانکونو سره خپلې سوداګریزې معاملې پرې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG