د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې د ۳۲ زره بندیانو نیمايي مو خوشې کړي


طالب چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان په زندانونو کې د ۳۲ زره زندانیانو له جملې ۱۶ زره د محکمې د حکم او د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان په اساس خوشي کړي دي.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون لوی رئیس محمد یوسف مستري په روانه میاشت کې خبریالانو ته وویل چې په زندانونو کې د پاتې کسانو دپاره د نورو اسانتیاوو تر څنګ د حرفوي او عصري زدکړو زمینه برابره شوې ده.

په افغانستان کې د تیر حکومت مقامات وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د افغانستان زندانونه مات شول او نږدې ټول زندانیان وتښتېدل. که څه هم د جمهوري دولت لخوا د زندانیانو وروستۍ شمېرې نه وې په ډاګه شوي، خو داسې ویل کېدل چې شاوخوا ۲۹ زره زندانیان د افغانستان په محبسونو کې د بېلا بیلو جرمونو له امله زندانیان وو.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) تېره میاشت په خپل یو راپور کې وویل چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې ۱۵ زره کسان بندیان دي.

یوناما په دغه راپور کې زیاته کړې چې په دې بندیانو کې یو شمېر هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي، چې د خپلې سزا موده يي پوره کړي او یا تشخیص شوي دي چې باید خوشې شي، خو د سپارلو لپاره د محرم د نشتوالي له امله اوس هم په بند کې دي.

سیاسي بندیان

په عین وخت کې د تېر حکومت ځیني چارواکي وايي چې د طالبانو په زندانونو کې سیاسي بندیان په ناوړه حالت کې دي.

د پخواني حکومت د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي طالبان که جنايي بندیان ازادوي او د حبس موده یې نه وي پوره، دا خپله جرم او جنایت دی.

هغه زیاتوي: "سیاسي بندیان خو په ډېر بد حالت کې دي، حتی هغه کسان چې د سیاسي بندي په اتهام نیول شوي دي سرنوشت یې معلوم نه دی؛ یو مثال یې مطیع الله ویسا دی."

په افغانستان کې د "قلم لار" تعلیمي موسسې چلونکی مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د خوشحال خان مینې په سیمه کې له جومات څخه خپل کور ته د ستنیدو پر مهال د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو او تر اوسه بندي دی. د بشري حقونو ګڼو نړیوالو موسسو او فعالانو له طالبانو څخه د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالب چارواکي وايي چې له دوی سره په زندانونو کې موجود بندیان له زیاتو سهولتونو برخمن دي او ښه چلند ورسره کیږي. خو د طالبانو له زندانونو څخه ازادو شویو یو شمېر مدني فعالانو ویلي چې په بند کې شکنجه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG