د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: شاوخوا ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي


د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل یو تازه راپور کې، چې تېرو دوو میاشتو مسایلو ته په کې ځای ورکړل شوی ویلي، چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې ۱۵ زره کسان بندیان دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ جولای ۱۷(چنګاښ ۲۶) په راپور کې ویلي:" د جون د میاشتې تر پایه پوري د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو شمېر کابو ۱۵۰۰۰ تنو ته رسیدلي چې په منځني ډول د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پوري چې د اوسنیو چارواکو د زندانونو ادارې هوډ درلود چې ویې ساتې له ۱۰۰۰۰ تنو څخه زیات شوي دي."

د یوناما ددغه راپور پر اساس په دې بندیانو کې هغه شمېر ښځې او نجونې هم شاملې دي، چې د خپلې سزا موده يي پوره کړي او یا تشخیص شوي دي چې باید خوشې شي، خو د سپارلو لپاره د محرم د نشتوالي له امله اوس هم په بند کې دي.

یوناما ویلي، چې دغه موضوع د اوسنیو چارواکو د زندانونو د اداري مسؤلین د سختو ننګونو سره مخ کړي دي چې د کافي خوراک او روغتیا پالنې د خدمتونو په ګډون، د بندیانو سره د چلند د لږ تر لږه معیارونو د رعایت ډاډمنولو لپاره کافي سرچېنې نلري.

یوناما د طالبانو د سترمې محکمې له قوله ویلي، چې د جون د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان له زندانونو څخه ۲۱۷۸ تنه بندیانو خوشې کیدل اعلان شوي او هم د ۴۸۹ تنو نورو د بند موده کې کموالی راغلی دی.

یوناما د طالبانو له حکومت څخه د فاریاب، جوزجان او سمنګان د ولایتونو په زندانونو کې د جنسي سو استفادې د ادعاګانو د څیړنو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د پلټنې پلاوي د څیړنو وروسته پریکړه کړې، چې دا اعاوې بې اساسه دي.

د قضایي محکمې پرته وژنې

یوناما په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې د محکمو د پر ېکړو پرته او د قانون د مخکني حکومت دیو شمېر پخوانیو پوځي منسوبینو وژنه هم تائید کړې ده.

یوناما د مثال په توګه د مۍ د میاشتې په ۱۷ د تخار په ولایت کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا، چې ویل کیدل د طالبانو د امنیتي ځواکونو پورې یې تړاو درلود د پخواني رژیم د پوځ د یو سرتیري وژل یاد کړي دي.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي: "د مۍ د میاشتې په ۲۴ نېټه د سمنګان په والیت کې د اوسنې چارواکو امنیتي ځواکونه، د پخواني افغان ملي امنيتي ځواکونو د یو منسوب کور تالشي کړ چې د تالشي په دوران کې دی هم په ډزو وویشتل او ووژل."

د یوناما ددغه راپور له مخې د طالبانو له خوا په کابل او پنجشیر کې د ملي مقاومت د جبهې سره د اړیکو په تور د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو په خپلسر نیول او په بند کې اچول دوام لري.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په دغه راپور کې د ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې د داعش د ډلې سره د اړیکو په تور د یو شمېر کسانو وژل هم ثبت کړي دي.

دا راپور وايي، چې د جون د میاشتې په لومړۍ ورځ په جلال اباد کې دوه جسدونه وموندل شول. طالب چارواکو وویل چې دوي داسلامي دولت د خراسان ولایت د څانګې داعش غړي وو او د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

همداشان دا راپور وايي، چې د جون د میاشتې په شلمه نېټه په کونړ کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست یو تن د اسلامي دولت د خراسان ولایت د څانګې داعش غړیتوب په تور ونیول، چې دري ورځې وروسته د هغه جسد وموندل شو.

سزاګانې او د مرګ سزا

یوناما په دغه راپور کې د مۍ او جون په میاشتو کې څو بدني سزاګانو قضیې او هم د اعدام یوه قضیه ثبت کړې ده. په راپور کې د ښځو په ګډون د ځینو کسانو د درو وهلو قضیې یادې شوې دي.

دا راپور وايي، چې اوسنیو حاکمو چارواکو یوه اخطار نامه هم صادر کړ چې د حاضرینو څخه هیڅ یو حق نلري چې انځور او یا ویډیو واخلې او که څوک د دې هدایت څخه سرغړونه وکړي د سختو پایلو سره به مخ شي. د حاکم نظام چارواکو سترې محکمې هم په یوه اعلامیه کې دري وهلو په اړوند وویل چې محکوم شوي کسانو په خپل جرم اعتراف کړي وو.

د ښځو حقونه

یوناما په دغه راپور کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې د بندیزونو په دوام ویلي، چې طالبانو په مختلفو برخو کې په ازموینو کې د ښځو د ګډون مخه نیولې ده. دغې ادارې په دې برخه کې د ډاکټرانو د تخصص د اکمال د ازموینې یادونه کړې او ویلي دي، چې طالبانو دغه ښځې نه دي پریښي، چې د تحصص د اکمال په ازموینه کې برخه واخلی.

همداشان یوناما ویلي، چې طالبانو پر ښځو باندې د نورو محدودیتونو د لګولو لپاره یو لړ تدابیر نیولي دي.

همداشان دا راپور وايي، چې د یوې داخلې غیر دولتي موسسې جایداد د اوسنۍ ادارې د چارواکو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د منسوبینو له خوا ضبط شوی ځکه چې ددغې موسسې مشري د یوې ښځې له خوا کیده.

د رسنیو خپلواکي

همداشان د یوناما په دغه راپور کې په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې مخ په زیاتیدونکو ننګونو یادونه هم کړې ده. په دې راپور کې د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره په ولایتي کچه د رسنیو د فعالیتونو د څارنې په خاطر د کمېټو د رامنځته کولو یادونه شوې ده.

د یوناما راپور وايي، چې د دغو کمیټو د دندو د توضیح په اړوند کومه اعلامیه نه ده خپره شوي. په داسې حال کې چې یوناما یوازی یوه دا ډول پیښه ثبت کړې، چې په ترڅ کې یې د مۍ په میاشت کې یوه کمېټه یوه خصوصي راډیو سټیشن څخه، پرته له کوم مخکنې خبرتیا نظارت تر سره کړی دی.

که څه هم د راپورونو پر بنسټ دغه کمیټه د دغه شخصي راډیو ستیشن د فعالیت په اړوند کوم د انېښنې کوه موضوع نده یاد کړې، خو ژورنالستان په دې آند دي چې دغه کمېټې، پرته له کوم مخکني خبر څخه د دوي د کارونو څخه نظارت، د رسنیو خپلواکې نوره هم د ګواښ سره مخ کوي.

یوناما وايي، چې همدارنګه د مۍ په میاشت کې د مرکز په کچه،چارواکو د استخباراتو د عمومي ریاست یوه ډله، ۵۳ ریاست چې د مطبوعاتو د فعالیت څار د دوي دنده ده، د شمال او شمال شرقي زونونو یو شمېر ولایتونو ته سفر کړي چې د رسنیزو شبکو سره وګوري او دوي هغه هدایات بیا تکرار کړي کوم چې پر دوي باندي د پلې کولو وړ دي.

طالبانو د دغه راپور په اړه ویلي دي چې حقیقت نلري او په خبره یې د هغو خلکو د ویناو په اساس لیکل کېږي چې «د خپل هېواد په ضد یې د پروپاګند جبهه پرانیستې» ده. طالبانو ویلي دي: «په داسې مثبت حالت کې د داسې منفي راپورونو خپرول کرکه ده چې باید ودرول شي.»

XS
SM
MD
LG