د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې بشري مرستې افغانستان ته ورسېدلې


د افغانستان له خلکو سره د ترکیې په بشري مرستو بار لومړی رېل ګاډی تیره ورځ د افغانستان هرات ولایت ته ورسېد.

په کابل کې د ترکیې سفارت نن سه شنبه فبرورۍ اتمه (سلواغې ۱۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین د بشري مرستو دغه جوپه په تورغونډۍ بندر کې طالب چارواکو ته تسلیم کړه.

په دغه بشري مرسته کې ۷۵۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې د ترکیې د سرې میاشتې لخوا برابر شوي وو او د افغانستان سرې میاشتې ته وسپارل شول.

په کابل کې د ترکیې سفارت همدارنګه ویلي چې هیواد به یې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو بهیر ته دوام ورکړي چې ټاکل شوې په راتلونکو اونیو کې هم افغانستان ته بشري مرستې ولېږل شي.

په کابل کې د طالبانو حکومت د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د سرې میاشتې د دغو مرستو هر کلی کړی او له یاد هیواد څخه یې غوښتي چې د افغانانو سره مرستو دوام ورکړي.

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته دغه هیواد له جدي بشري بحران سره مخ شو او تر دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د ژمي په رارسېدو سره له پراخې لوږې او قحطۍ سره مخ شي. د دغه سازمان د اټکل له مخې که چیري له دغه هیواد سره بشري مرستې ونشي د افغانستان ۹۷ سلنه اوسېدونکي به له اوسني وضعیت څخه اغېزمن شي.

ترکي چارواکو تر دې مخکې هم په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د بشري مرستې خبر ورکړی و.

دا په داسي حال کې ده چې تیره اونۍ چین هم افغانستان ته په بشري مرستو بار د دوو رېل ګاډو د حرکت خبر ورکړی و. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي و چې افغانستان ته په بشري مرستو بار وروستي ریل ګاډي کې ۷۳۰ټنه غنم شامل دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه معاونیت یا (یوناما) په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې کافي نوې بللي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې وغوښتي و چې په دې برخه کې جدي توجه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرا لاینز نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹) په ارګ کې د طالبانو لخوا د افغانستان اقتصادي ستونزو هواري په لومړي کنفرانس کې وویل چې بشري مرستې اوږد مهاله حل لاره نشي کېدای او ټينګار یې وکړ چې باید د دغه هیواد اقتصادي بحران په اساسي ډول حل شي.

XS
SM
MD
LG