د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیاوال د جرگو له لارې د طالبانو سره سولې ته زمنیه برابروي ـ کټوازی


د پکتیا والي شمیم کټوازي امریکا غږ ته ویلي، چې قومي مشران هڅې کوي چې په پکتیا کې د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي او دا ولایت د امن په سیمه بدل کړي.

د پکتیا والي شمیم کټوازی وايي، "پکتیا به د قومي مشرانو په هڅه د امن سیمه شي او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پیل به له پکتیا وي."

والي زیاتوي چې قومي مشران پدې هڅه کې دي، چې د جرګو له لارې طالبان او حکومت اوربند ته اړ باسي، خو هغه دا خبرونه ردوي، چې ګواکې پکتیا وسله والو ته پټنځای ګرځي.

د پارلمان غړي طالبانو ته د امن د سیمو په ایجاد دوه ډلې دي. یو شمېر یې تائیدوي او یو شمېر یې مخالفت کوي.

د طالبانو پخوانی غړی مولوي اکبر اغا وايي، طالبان د افغانستان له تجزیې ډډه کوي او داسې څه به ونه مني.

د سولې عالي شورا طالبانو ته د امن د سیمو ایجاد ردوي.

​د پارلمان یو شمېر غړي د امن د سیمو نه ملاتړ کوي خو یو شمېر یې سخت مخالف دي او دا کار د افغانستان تجزیه بولي.

له دې خبر هاخوا د هلمند د سولې ولسي حرکت د سولې هڅې لا هم روانې دي. دوی نن د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته پرلت وواهه.

دا حرکت به د امریکا، روسیې، پاکستان او ایران د سفارتونو مخ ته هم پرلتونه ووهي او د سولې غږ به وکړي. د اوربند له اعلان وروسته د سولې په تړاو هڅې مخ په زیاتېدو دي.

XS
SM
MD
LG