د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د ۵ زره طالب بندیانو له ډلې ۶۰۰ تنه نه ازادوي ـ فیصل


عکس (اشیف) طالب بندیان
عکس (اشیف) طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو لخوا د ورسپارل شوي ۵زره کسیز لېست له ډلې ۶۰۰ طالب بندیان نه خوشي کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه جولای ۶ (چنګاښ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې دغه ۶۰۰ طالب بندیان "حق العبدي" مسائل لري.

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې یاد طالب بندیان د غلا، قتل، فساد او قاچاق دوسیې لري.

هغه وویل: "د بندیانو ازادلو بهیر روان دی، یوازې یو شمېر بندیان پکې شته چې هغه موږ نه شوو ازادولای، هغوی شخصي حق العبدي مسائل لري، په دې ډېرې برخه داسې کسان شته چې هغوی د غلا، فساد، قتل او قاچاق دوسیې لري."

د ملي امنیت شورا ویاند وویل چې طالبان به د یادو کسانو پر ځای د خپلو نورو بندیانو لېستونه افغان حګومت ته وسپاري تر څو ازاد شي.

دغه ۶۰۰ طالب بندیان د طالبانو په هغه ۵۰۰۰ کسیز لېست کې شامل دي چې د دوحې تر تړون وروسته یې افغان حکومت ته سپارلی و.

جاوید فیصل وویل چې افغان حکومت تر دامهاله ۴۰۱۹ طالب بندیان ازاد کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه نه دي ویلي.

تیره ورځ د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وویل چې افغان حکومت به د پاتې طالب بندیانو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې چې د تیرې فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه لاسلیک شوه له مخې باید د افغان حکومت له زندانانو څخه ۵۰۰ طالب بندیان او د طالبانو لخوا هم باید د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنیتي او دفاعي سرتیري ازاد شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین د معلوماتو په اساس د طالبانو له زندانونو څخه تر دامهاله د افغان حکومت ۷۰۸ تنه بندي امنیتي او دفاعي سر تیري ازاد شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دې مخکې ویلي چې په ازاد شوو کسان کې زیات یې په امنیتي او دفاعي سرتیرو پوري اړه نه لري.

طالبانو د خپلو ټولو بندیانو ازادول په بین الافغاني خبرو کې د ګډون په هدف د خپل یو اساسي شرط په توګه یاد کړي دي.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته هیلي زیاتي شوي خو تر دامهاله د دغو خبرو پلېدو کره نېټه نه ده معلومه شوې.

XS
SM
MD
LG