د لاس رسي وړ اتصالات

له تاوتریخوالي کمولو پرته د نورو طالب بندیانو ازادول ګټه نه لري ـ وحید عمر


په ستراتیژیکو چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی سلاکار وحید عمر وايي، حکومت په هیڅ صورت د ۷زره نورو طالب بندیانو د ازادولو طرفدار نه دی.

نوموړي نن چهارشنبه جنورۍ ۲۰ ( سلواغې لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل، تر څو چې طالبان د سولې په اړه خپل واقعي نیت ونه ښيي په وینا یې له هغه پرته د طالب بندیانو ازادول ګټه نه لري.

هغه وویل: "موږ په هیڅ صورت د ډيرو طالب بندیانو د ازادولو طرفدار نه یو، تر څو چې طالبان قدمونه وانخلي او د افغانستان خلک یې واقعي نیت ونه ویني. چې طالبان سولې کولو ته چمتو دي، د افغانستان خلک ومني، افغان ښځې د انسانانو په توګه ومني او د افغانستان د نن ورځې ټولنه د یوې ټولنې په توګه ومني، له هغه نه پرته ګټه نلري، د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل شوي او په اینده کې هم کېدایشي وشي."

داسې ویل کیږي چې طالبانو د دوهم پړاو مذاکراتو له پیلېدو سره هم مهاله د خپلو پاتې ۷زرو نورو زندانیانو ازادولو غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت تیر کال د امریکا او طالبانو د موافقې په اساس ۵۵۰۰ طالب بندیان ازاد کړل.

د وحید عمر په وینا د حکومت لخوا د تیرو ۵۵۰۰ طالب بندیانو ازادول نه دا چې د تاوتریخوالي کمېدو، اوربند ټينګېدو او سولې ته د طالبانو د لا زیات چمتووالي لامل نشول، بلکې په وینا یې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړ.

نوموړي وویل چې د یادو بندیانو له ډلې ۴۰۰ یې له خطر ناکو طالب بندیانو څخه وو چې د مشورتې لویې جرګې تر پرېکړې وروسته ازاد شول.

هغه زیاته کړه تمه وه چې د طالبانو بندیانو په ازادېدو سره تاوتریخوالی کم شوی وای، خو وايي چې د توقع خلاف زیاد شو.

افغان چارواکو تر دې مخکې هم ویلي چې ازاد شوي طالب بندیان د کړې ژمنې خلاف د جګړو لیکو ته ستانه شوي او تاوتریخوالی هم ورسره زیاد شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بحثونه پر داسې مهال کیږي چې تازه په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو دوهم پړاو مذاکرات پيل شوي دي.

په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وویل چې مذاکرات ډير ورو روان دي.

XS
SM
MD
LG