د لاس رسي وړ اتصالات

د امريکا د پوځ وياند د طالبانو وياند ته په ټويټر کې وضاحت ورکړ


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بهرنیو ځواکونو د قومندان سکاټ میلر د خبرداري وضاحت غوښتی و
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بهرنیو ځواکونو د قومندان سکاټ میلر د خبرداري وضاحت غوښتی و

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ټویټر کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته د بهرنیو ځواکونو د قومندان د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ.

جنرال سکاټ میلر څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو د قطعې د غړو سره د لیدو په مهال خبرداری ورکړی و که طالبان خپل بریدونه کم نکړي باید د خپلو بریدونو ځواب ته چمتو شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي میلر د دغو څرګندونو په اړه وضاحت غوښتی و او د امریکايي ځواکونو ویاند په یو لیک کې ورته ټکي په ټکي وضاحت ورکړی دی، دا لیک په خبرداري، ګواښ او د سولې په هیلو متمرکز دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ټویټر کې ذبیح الله مجاهد ته لیکلي دي: "تاسو د جنرال میلر د هغو خبرو په اړه وضاحت غوښتی چې له طالبانو یې غوښتي وو تاوتریخوالی کم کړي. راځه چې واضح یې کړو: د افغانستان خلک سوله غواړي. نړۍ له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي‌ او په کوویډ۱۹ تمرکز وکړي. اوس د تاوتریخوالي د درولو وخت دی."

په لیک کې په ښکاره ویل شوي دي چې د طالبانو مشران پوهیږي چې د سکاټ میلر هدف څه دی. په لیک کې همدغه راز طالب ویاند ته ویل شوي‌ دي چې د سکاټ میلر خبرې دې سم واورې او غلط دې نه تعبیروي.

په لیک کې راغلي: "د تاوتریخوالي‌ د اونۍ تر پیل کېدو مخکې تر نن پورې، امریکا په طالبانو باندې یو برید او عملیات نه دي‌کړي. او باید تاوتریخوالی ودرول شي. که تاوتریخوالی نه درول کیږي، بیا یې ځواب شته."

وايي له طالبانو سره د اوږدو خبرو په مهال ځینې شفاهي او ځینې هم تحریري ژمنې وشوې چې ځینې یې پوره او نورې یې عملي نشوې.

لیک وایي: "موږ په ښارونو کې او د ایتلافي ځواکونو په خلاف د تاوتریخوالي کموالی ګورو، خو موږ د ټولو غاړو په اړه غږېږو چې باید ۸۰سلنه تاوتریخوالی کم شي چې د سولې خبرو ته لار پرانیستل شي."

په لیک کې راغلي دي چې په دوحه کې په دې توافق وشو چې "امریکا او ایتلاف به د خپلو افغان خویندو او وروڼو سره همکاري او د هغوی ننګه کوي- او که اړتیا پیدا شوه، دفاع به یې کوي-. موږ خپل مسولیت ډېر جدي ګڼو."

د امریکايي ځواکونو ویاند د لیک په پای کې ویلي‌ چې د سکاټ میلر "خبرداری د جنګ خبرداری نه نه، بلکې د سولې د هیلې لپاره و."

امریکا او طالبانو د فبروري په ۲۹ په قطر کې تړون وکړ. امریکايي چارواکي وايي که د تړون ټول شرایط عملي شي، بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.

د تړون له مخې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان به ۱۰۰۰ افغان سرتېري او حکومتي کارکوونکي پرېږدي او بین الافغاني مذاکرات به پيلیږي چې افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیستل شي.

په تړون کې طالبانو او امریکايي لوري ژمنه کړې چې په یو او بل به بریدونه نکوي، خو په افغان ځواکونو باندې د طالبانو د بریدونه د نه کولو په اړه کومه ژمنه نه ده شوې.

افغان چارواکي وايي له دغه تړون راپديخوا طالبانو څه باندې ۲۸۰۰ بریدونه کړي، شاوخوا ۱۰۰ افغان سرتېري او ۳۳۰ ولسي وګړي یې وژلي او څه باندې ۴۵۰ نور یې ژوبل کړي دي.

XS
SM
MD
LG