د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د څرخي پله له زندانه ۹۸ نور طالب بندیان ازاد کړل


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د حکم په اساس پرون یکشنبه ۹۸ نور طالب بندیان د څرخي پله له زندان څخه ازاد شول.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه مې۴(غويي۱۵) ویلي: "د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پرون د څرخي پله له زندان څخه ۹۸ نور طالبان د هغوی عمر، روغتیايي وضعیت، او د قید پاتې مودې ته په پام سره ازاد شول."

د ملي امنیت شورا تېره ورځ هم د څرخي پله له زندان څخه د ۹۸ طالب بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

ښاغلي فیصل زیاته کړې چې په سوله کې د پرمختګ او له کرونا سره د مبارزې په هدف د زندانیانو د خلاصولو لړۍ دوام لري چې ټاکل شوې نن دوشنبه هم یو شمېر طالب بندیان ازاد شي.

ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال د (کب میاشتې پر ۲۰مه) د سولې پروسې او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان وکړی و.

افغان حکومت تر دا مهاله د یاد فرمان له مخې ۷۴۸ طالب بندیان ازاد کړي چې ټاکل شوې پاتې ۷۵۲نور طالب بندیان هم ازاد کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو هم تر دا مهاله ۱۰۷ زندانیان افغان حکومت ته سپارلي چې یوازې ۵۸ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا هم ۴۶ بندیان ازاد شول چې د ملي امنیت شورا په وینا ۳۹ یې افغان امنیتي ځواکونه و.

د ملي امنیت شورا وړمه ورځ د طالبانو لخوا د بندیانو د ازادولو هر کلی وکړ او هغه یې د سولې په وړاندې یو مهم ګام وباله.

طالبانو هم ویلي چې دوی هڅه کوي له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د بندیانو ازادولو بهیر چټک کړي.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوي وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي

XS
SM
MD
LG