د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: خصوصي پوهنتونونه دې زموږ د پالیسۍ مطابق فعالیت وکړي


کابل کې د نجونو او هلکانو جلا درسي ټولکي
کابل کې د نجونو او هلکانو جلا درسي ټولکي

په کابل او ولایتونو کې د ځینو خصوصي پوهنتونونو د درسونو د پیلېدو سره هم مهاله د طالبانو رهبرۍ ویلي چې یاد پوهنتونونه باید خپل فعالیتونه د دوی د «پالیسۍ» مطابق تنظیم کړي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه ناوخته اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶) ویلي چې د طالبانو رهبرۍ د وزیرانو شورا ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر ته امر کړی چې د خصوصي پوهنتونونو په ګډون د ټولو پوهنتونونو د «معیاري کولو» په اړه قوي اقدامات وکړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د تحصیلي بنسټونو د ارزیابۍ لپاره کمېسیونونه رامنځته شوي او په دې برخه کې یې خپل کارونه پيل کړي دي.

طالبانو همدارنګه له خصوصي پوهنتونونو څخه غوښتي چې د قانوني جواز له تر لاسه کولو وروسته محصلین جذب کړي. د تیرې اګست میاشتې له پنځلسمې چې طالبان کابل ته ننوتل له هغه مهال څخه بیا تر دا مهاله دولتي پوهنتونونه د محصلینو پر مخ بند دي.

په دې وروستیو کې اکثرو خصوصي پوهنتونونو خپل درسونه له سره پيل کړي، خو د ښځینه او نارینه محصلینو ترمنځ یې پرده اچولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په افغانستان د نوي تعلیمي سیاست په اړه خبر ورکړی و.

عبدالباقي حقاني ویلي وو چې د یادې پالیسۍ په اساس نجونې او هلکان په پوهنتونونو کې زده کړې کولای شي، خو په خبره یې درسي ټولګي به یې سره جلا وي.

هغه د تیري سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه خبریالانو ته وویل چې د نجونو او هلکانو د ټولګیو تر جلا کېدو وروسته به ډير ژر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شي.

طالب چارواکو ویلي چې د خپل تیر حکومت پالیسۍ به تکرار نکړي، هغه څه چې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه یې نجونې منعه کړي وې. طالبانو ژمنه کړې نجونې هم کولای شي له هلکانو څخه جلا ټولګیو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG