د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: نور هیوادونه دې موږ ته د ژوند کولو بڼه نه راښيي


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، «اسلامي امارت» د امریکا متحده ایالاتو سره دوحه کې کړي ژمنې پر ځای کړي دي.

ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ند پرایس څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې «اسلامي امارت» به هیڅ چاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

د راپورنو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل تر څو چې طالبان د امریکا متحده ایالاتو او افغانانو غوښتونو ته پام ونکړي متحده ایالات به له هغوی سره اړیکې ونه ساتي.

د ښاغلي پرایس په وینا له القاعده شبکې سره اړیکې قطعه کول، له تروریزم سره مبارزه او د ټول شموله حکومت جوړول له طالبانو څخه سیاسي غوښتنې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د نجونو پر مخ د شپږم پورته ټولګیو پرانیستل، د اقلیتونو حقوقو ته پام کول، ښځو ته د کار اجازه ورکول او هغو افغانانو ته چې غواړي له دغه هیواد څخه ووځي اسانتیاوې برابرول له طالبانو څخه د افغانانو اساسي غوښتني دي.

هغه همدارنګه ویلي چې طالبانو له خپلو خلکو سره کړي ژمنې نه دي عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تر څو چې طالبان دې غوښتونو ته پام ونکړي د امریکا متحده ایالات به له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې او جوړجاړی ونکړي.

خو د طالبانو حکومت ویاند د تیر په شان یو ځل بیا ویلي چې اسلامي امارت د ټولو وګړو شرعي حقوقو ته ژمن دی.

هغه ویلي: "همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وګړو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته هم ژمن دی. په افغانستان کې دښځو او نارینه لپاره د نورمال ژوند او امن فضا جوړه شوې ده او د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ دي. نور په افغانستان کې د نظام او د ژوند نورو چارو څرنګوالی د افغانانو مربوط مسائل دي."

ښاغلي مجاهد ویلي چې لکه څرنګه چې د طالبانو حکومت نه غواړي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو مداخله وکړي، همدارنګه له نورو هیوادونو هم ورته تمه لري چې په د افغانستان په کورنیو چاروکې مداخله ونکړي او «موږ ته دژوند کولو بڼه راونښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي او د ښځو په وړاندې د کار ساحه هم محدوده شوې ده.

طالبانو د ۱۴۰۱ تعلیمي کال د پرانیستې په ورځ ویلي وو چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر امرثاني پوري تړلي وې، د طالبانو دې اقدام په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول.

XS
SM
MD
LG