د لاس رسي وړ اتصالات

عام افغانان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه څه وايي؟


د امریکایي عکسرو وتل نن په عملي توګه پیل شول.
د امریکایي عکسرو وتل نن په عملي توګه پیل شول.

امریکا په رسمي توګه نن شنبه د ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ د میاشتې په لومړۍ نیټې (غوایي۱۱) د افغانستان نه د عسکرو ایستل په عملي توګه پیل کړل.

د کندهار په ولایت کې یو شمیر خلک هیله مند دي چې د امریکايي عسکرو په وتلو به په هیواد کې سوله راشي.

د پاچا خان په نامه یو بزګر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د امریکایانو په وتلو سره به جګړه د " دوه مسلمانو وروڼو" تر منځ وي چې هدف یې د افغانستان حکومت او طالبان دي. پاچا خان وایي هیله لري چې دا دواړه ډلې به روغه جوړه او سوله وکړي.

د کندهار هوایي ډګر ته په لار یوازې یو څو دکانونه پرانیستي دي او سړکونو کې خال خال موټر لیدل کیږي ځکه چې د دې پوځي اډې نه تقریباً ټول امریکایي عسکر وتلي دي.

د پري په نامه یوه میرمن چې د پنجوایي په ولسوالۍ کې کار کوي وايي چې په هېواد کې د دوامدارې سولې لپاره طالبان باید اوربند وکړي. هغه وایي " د امریکا په وتلو خوښه یم خو که اوربند ونشي او وضعیت خراب شي، زه کار ونشم کړی."

په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کالونو کې یوه ستره لاسته راوړنه دا ده چې میرمنو ته ډیر حقونه ورکړل شوي او تقریباً د هېواد په ټولو ادارو کې ورته د کار فرصت ورکړل شوی.

خو په کندهار کې بیا یو شمېر خلک د امریکایي عسکرو نه ښه خاطره نلري. د محمد په نامه یو بزګر وایي چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د موجودیت نه خوښ نه و. هغه وایي "امریکایانو ۱۰ کاله وړاندې زمونږ کلی بمبارد کړ او زما زوی یې وواژه. زه یې په وتلو خوښ یم"

د آغا شرین نامه د ارغنداب د ولسوالۍ اوسیدونکی چې د کندهار په ښار کې ریکشه چلوي، هم د بهرنیو ځواکونو په وتلو خوښ دی ځکه چې د هغه په قول په جګړو کې ډیر عام خلک وژل شوي.

خو بل پلو بیا د افغانستان په نورو برخو کې خلک د بهرنیو عسکرو وتلو اندیښمن کړی. د هرات په ولایت کې یو دکاندار فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د امریکایي عسکرو په وتلو به طالبان لا قوي شي.

هغه وایي " زه ډار لرم چې بیا به کورنۍ جګړه پيل شي او بیا به مجبور شوی چې هیواد پریږدو."

د هرات د پوهنتون یوه پروفیسره عادله کبیري هم پدې باور ده چې د امریکایي عسکرو په وتلو به د افغانانو مورال یو څه کمزوری شي. هغه وایي تر څو چې سوله نه وي شي، امریکایان دې نه وځي.

ها خوا د جلال آباد په ښار کې د عبدالاحد صافي په نامه یو تن هم د پروفیسرې کبیري په شانه اندیښنه لري. هغه وایي " په هېواد کې د نه پای ته رسیدونکې جګړې او وینې تویدو په هکله ویره لرم. "

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو اعلان وکړ. امریکا شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر په افغانستان کې لري چې وتل یې نن رسماً پیل شول او د همدې کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې به بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG