د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سرپل ولایت د میرزاولنګ سیمه بیا نیولې


طالبانو سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمه د زمري په میاشت کې هم د دوو اونیو لپاره نیولې وه
طالبانو سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمه د زمري په میاشت کې هم د دوو اونیو لپاره نیولې وه

د سرپل د ولایتي شورا چارواکي وايي، چې طالب وسله والو تیره شپه په یوه حمله کې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمه یو ځل بیا له افغان ځواکونو نیولې ده.

د سرپل ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تیره شپه وسله والو طالبانو د میرزاولنګ د سیمې د بیرته نیولو لپاره تعرضي عملیات وکړل او په دغه سیمه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو اوه پوستې ونیولې. دا سیمه اوس د طالبانو تر کنترول لاندې ده.

ښاغلي رحماني وویل چې په دې جګړه کې اوه طالب وسله وال وژل شوي او د افغان امنیتي ځواکونو یو سرتیری هم وژل شوی دی.

د سرپل امنیه قوماندان جنرال خلیل دستیار امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د میرزاولنګ له سیمې د افغان ځواکونو وتل تائید کړل، خو د ځواکونو په شاتګ یې یو تکتیکي عمل وباله.

جنرال دستیار وویل " مونږ له دغه کلي تکتیکي په شاتګ کړی او په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو پلان لرو ".

طالبانو په یوه اعلامیه کې د میرزاولنګ د ټولې سیمې د نیولو خبر ورکړی دی.

وسله والو طالبانو د زمري په میاشت کې سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمه د یوې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نه نیولې وه او دوه اونۍ یې تر کنترول لاندې وه. وروسته بیا افغان ځواکونو دا سیمه بیرته ونیوله.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د راپور له مخې د زمري د میاشتې په جګړو کې وسله والو طالبانو ۳۶ تنه کلیوال او سیمه ایز پاڅون کوونکي وژلي وو.

د سرپل ولایت د چارواکو د وینا له مخې د زمري میاشتې د جګړو له امله ۴۵۰ کورنۍ هم له دغې سیمې د سرپل مرکز ته کډه شوې وې.

د سرپل د ولایت د صیاد د ولسوالۍ د زمري د میاشتې په جګړو کې د طالب وسله والو ترڅنګ د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې جنګیالیو هم برخه لرله او دغو دواړو ډلو د میرزاولنګ د سیمې د نیولو ادعاوې کړي وې.

XS
SM
MD
LG