د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خپلو بندیانو په هکله د غني طرحه رد کړه


طالبانو ویلي دي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په هکله د جمهور رئیس غني طرحه د امریکا-طالبانو د موافقې خلاف ده او ددې ډلې په وینا تر څو چې ۵۰۰۰ طالب بندیان په یو وار له زندان څخه نه وي خوشې شوي د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ مذاکرات به پیل نشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقه کې چې د فبرورۍ په ۲۰ (کب ۱۰) په قطر کې لاس لیک شوه د افغانستان د زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو سره به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ماښام (کب ۲۰) یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ۱۵۰۰ طالب بندیان د ښه نیت د ښودلو لپاره د ورځې ۱۰۰ تنه د کب له ۲۲ څخه خوشې شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په فرمان کې راغلي چې ۳۵۰۰ نور طالب بندیان به د سولې د مذاکراتو د پرمختګ سره جوخت پدې شرط خوشې شي چې د طالبانو تاوتریخوالی کم شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، د رویترز اژانس ته ویلي چې دغه ډله به "هیڅکله په مشروطه توګه" د طالب بندیانو د خوشې کولو سره موافقه ونکړي. هغه د افغانستان د حکومت طرحې ته په اشارې وویل چې دغه ډول اقدام د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې سره په تضاد کې دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دواړو خواو څخه غوښتي چې سره کښیني او د سولې د خبرو جزییات تنظیم کړي.

د امریکا سره د سولې د موافقې د لاس لیک باوجود د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی دوام لري چې دا کار د سولې موافقې ته د طالبانو د ژمنتیا په اړه د یو شمیر امریکایي مقاماتو اندیښنې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG