د لاس رسي وړ اتصالات

د طالب بندیانو پر خوشي کېدو د بشري حقونو اندېښنه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ۵۰۰۰ طالب بندیانو پر ازادېدو اندېښنه ښودلې ده.

دغه کمېسیون د «کب پر۱۲مه» امریکا، افغان حکومت او طالبانو ته په یولیک کې ویلي چې خلک د یادې تبادلې په اړه اندېښنه لري.

یاد کمېسیون وايي چې د حکومت لخوا د۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو لېست ورته نه دی سپارل شوي او همدارنګه زیاتوي چې له طالبانو سره بنديانو ته هم لاس رسی نه لري.

یاد کمېسیون پر داسې مهال اندېښنه ښيي چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې د بین الافغاني خبرو ترپیل مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو او ۱۰۰۰ تنه افغان سرتیري د طالبانو له زندانونو خوشي شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني روانه اونۍ وویل چې د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه هیڅ ډول ژمنه نشته او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د زندانیانو خوشي کول د امریکا صلاحیت نه دی.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې د یادو زندانیانو د خوشي کولو په اړه درې پوښتنې وړاندې کړي دي.

«عدالت ته د قربانيانو لاسرسی. دوهم د بنديانو قضايي پروسه. دريم د بنديانو پېژندنه، څارنه يې او له خوشې کېدو وروسته پلان دی.»

په دغه اعلامیه کې راغلي:"طالب بنديانو بېلابېل جرمونه ترسره کړي، داسې چې عام خلک يې هم په نښه کړي دي، د دې جرمونو قربانيان به څه ډول عدالت ته لاسرسی پيدا کوي؟"

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله به تر سره شي او کنه، خو طالبانو ویلي که د دوی بندیان خوشي نشي په بین الافغاني خبرو کې به ګډون ونه کړي.

خو ولسمشر غني نن سې شنبه په ننګرهار کې یو غونډې ته وویل که طالبان د بندیانو په خوشي کولو خبرې کوي، افغان حکومت هم شرایط لري چې طالبان باید دا وايي چې له پاکستان څخه وزي.

XS
SM
MD
LG