د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: موږ د هالنډي ځواکونو ترجمانان محکمې ته نه دي‌ غوښتي 


په افغانستان کې یو بهرنی عسکر او افغان همکار یې د کار په مهال
په افغانستان کې یو بهرنی عسکر او افغان همکار یې د کار په مهال

د طالبانو حکومت هغه راپور رد کړ چې ګنې د هغوی وسله والو د هالنډ ځواکونو افغان ترجمانانو ته لیکونه استولي چې د طالبانو محکمې ته حاضر شي.

د فرانسې خبري اژانس د هالنډ د ملي تلویزون د راپور په اساس لیکلي دي چې طالبانو په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو افغان ژباړونکو ته لیکونه استولي دي چې محکمې ته حاضر شي.

د طالبانو د حکومت د فرهنګي چارو یو لوړ پوړي چارواکي احمد الله وثیق دا راپور رد کړی دی. ښاغلي وثیق ته په منسوب ټویټر کې لیکل شوي دي: «د هالینډ ملي ټلويزيون راپور ورکړی چي، د ااامارت امنيتي ارګانونو هغه ترجمانان چي له هالینډي ځواکونو سره يې کار کړی محکمې ته ورغوښتي. موږ دا راپور ردو او دا يوازې يوه ادعا او تبلیغاتي هڅه ده. کیدای شي ځیني اشخاص په دې ادعاو سره له هيواده دباندې وتلو او پناه اخيستوکوشش کوي.»

د هالنډ تلویزون وايي ژباړونکي پټ دي، خو د طالبانو په لیک کې د هغوی کورنیو ته هم ګواښونه شوي‌ دي. د هالنډ ملي تلویزون طالبانو ته منسوب دا لیک خپور کړی دی. وايی په لیک کې ویل شوي دي چې باید دوی ته داسې سزا ورکړل شي چې نورو ته عبرت شي.

په راپور کې د یو افغان ژباړونکي له خولې، چې د انټرپول سره یې کار کاوه، ویل شوي‌ چې طالبانو ورته لیکلي ‌دي ‌چې هغه له «کافرانو څخه حرامې پېسې» ترلاسه کړي‌ دي‌.

وايی لږ تر لږه د هالنډ ځواکونو لسو افغان ژباړونکو او همکارانو سره تماسونه نیول شوي‌ او د هغوی وضعیت ښه نه دی.

هالنډ د افغانستان په ارزګان کې د ناټو په ماموریت کې سلګونه سرتېري، کارکوونکي او مشاوران درلودل. د هالنډ ملي‌تلویزون داسې مهال دا خبر خپروي چې طالبانو «ټولو ته عمومي» بخښنه اعلان کړې او وايي چې خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه کړې چې «کسات» به نه اخلي.

مګر د بشري حقونو ډلې وایي چې په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د د دغه ډلې له لورې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د مخکني حکومت سرتېري وژل شوي او طالبان ورپسې ګرځي.

XS
SM
MD
LG