د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو امریکا د افغانستان د خلکو د 'شتمنیو په غصب کولو' تورنه کړه


da Afghanistan bank of Afghanistan
da Afghanistan bank of Afghanistan

له هغه یوه ورځ وروسته چې د امریکا حکومت په سویس کې یو نوي جوړ شوي صندوق «افغان فنډ» ته د افغانستان د ګنل شویو شتمنیو د نیمايي برخې د استولو پرېکړه اعلان کړه، د طالبانو حکومت متحده ایالتونه د افغانستان د خلکو د شتمنیو په «غصب کولو» تورن کړل.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د امریکا حکومت د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان شتمنۍ ګنګل کړې چې د طالبانو لاس ته ورنشي.

تېره ورځ د امریکا د امریکا د مالیې وزارت اعلان وکړ چې دا پېسې به د افغانستان بانک ته، چې طالبان یې کنترولوي، نه انتقالېږي، بلکې نوي‌ جوړ شوي صندوق ته به انتقالېږي چې د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئولیت به په غاړه لري.

د طالبانو حکومت د امریکا د متحدو ایالتونو دا پرېکړه غندلې ده. د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «متحدو ایالتونو د افغانستان د خلکو شتمنۍ غصب کړي دي. موږ دا د افغانانو په ملکیت باندې یرغل ګڼو. متحده ایالتونه د دغو شتمنیو مالک نه دی.» ښاغلي مجاهد «له کوم شرط پرته» د دغو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز خبرداری ورکړی دی چې دا شتمنۍ باید د افغانستان د اقتصادي ثبات څخه پرته په بل ځای کې ونه لګول شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي دي: «که د افغان ولس د مشروع غوښتنو پرخلاف له اسعاري زېرمو ګټه اخيستل کېږي، اسلامي امارت مکلف دی چې د هر هغه فرد، موسسې او شرکت چې په دې غیرقانوني چاره کې مرسته کوي او د افغانستان مرکزي بانک له اسعاري زېرمو څخه د بشري مرستو په پلمه او نورو مواردو کې ناسمه استفاده کوي.»

له دې سره همهاله د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه د امریکا پرېکړه رد کړې ده او ویلي دي چې دا شتمنۍ دې د افغانستان د خلکو د ملي شتمنۍ په توګه محفوظه وساتل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د دوو چارواکو، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي د شورا غړي شاه محمد محرابي په ګډون یو پلاوی به د «افغان فنډ» چارې څاري. دا نوی جوړ شوی صندوق د سویس په ژنیو ښار کې دی.

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال والي ادییمو افغانستان بانک ته په یو استول شوي پیغام کې خواشیني ښودلې ده چې د امریکا اندېښنو ته یې ځواب ونشو ویلای.

په دغه بیان راغلي دي چې «د افغانستان د مرکزي بانک په ګډون داسې بنسټ نشته چې د دې ضمانت وکړي چې دا پېسې به یوازې د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره لګول کېږي».

د ښاغلي ادییمو په بیان کې راغلي دي چې تر څو پورې دا شرايط برابر نشي افغانستان بانک ته د پېسو استول به له «نه منل کېدونکي خطر سره» مخامخ وي.

ټاکل شوي چې د «افغان فنډ» په نامه دغه صندوق به د تصفي په بین المللي بانک کې یو حساب ولري چې دا بانک به د افغانستان بانکونو ته مالي خدمات وړاندې کوي.

د افغانستان بانک، چې طالبان یې کنترولوي، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې « د افغانستان بانک په نامرتبطو برخو کې د دغو پېسو د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر ډول پرېکړه د نه منلو وړ ګڼي او غواړي چې په دې اړه له سره غور» وشي.

XS
SM
MD
LG