د لاس رسي وړ اتصالات

توماس وسټ: طالبانو سره د تعامل د دوام پلوي یم


د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی تامس وسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی تامس وسټ

په داسې حال کې چې د طالب مشرانو د سفرونو د ممنوعیت معافیت لغوه شوی، د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وسټ وایي له طالبانو سره د تعامل د دوام پلوي دی.

ښاغلي وسټ د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) له خبریالانو سره په یوې غونډه کې وویل که فکر وشي چې طالبان نشته او له هغوی سره تعامل ونشي، مسولانه پالیسي‌ به نه وي او له دې لارې به ډیر کار ونشو کړای.

هغه زیاته کړه:" تر هغه چې زه په دې موقف کې یم، زما سیاست به دا وي چې هغه کارونه وکړم کوم چې د امریکا او افغانانو په ګټه وي.زه د یو داسې کس په صفت چې د بهرني سیاست پیچلي مشکلات یې لیدلي دي، فکر کوم موږ د افغانستان د خلکو لپاره بهترین ممکن کار ترسره کړو."

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي وویل، د طالب مشرانو د سفر د ممنوعیت معافیت لغوه شوی او که وغوښتل شي چې په دریم هیواد کې له طالبانو سره وکتل شي، نو باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندیز وشي او په دې اړه له یادې شورا سره خبري‌ وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۰۱۱ کال د پریکړه لیک له مخې، د طالبانو پر ۱۳۵ مشرانو بندیزونه لګیدلي دي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په ګډون ۱۳ طالب مشران له دې بندیز څخه معاف شوي وو او په منظم ډول دا پروسه تمدید کیدله.

خو د طالبانو پر ۱۳ مشرانو د سفرونو د محدودیتونو استثنا تیره میاشت د غربي هیوادونو له اعتراض وروسته، پای ته ورسیده.

غرب پر طالبانو تور لګوي چې بشري حقونو په خاص ډول د میرمنو او نجونو د حقونو، همه شموله حکومت د جوړیدو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي ندي.

ښاغلي وسټ وویل، متحده ایالات نشي کولی د طالبانو د سفرونو د محدودیت په اړه خاص دریځ ولري ځکه دا یوه لویه امنیتي مسله ده.

ټوماس وسټ په سویس کې د اماناتو یو پولي صندوق ته د افغانستان د کنګل شویو پيسو د ۳.۵ میلیارده ډالرو د لیږد په اړه وویل چې د افغانستان له شتمنیو څخه به دوه نظارتي برخې وي چې مالي فساد ته د رسیدګۍ او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې مبارزه به پکې شامله وي.

د متحدو ایالتونو حکومت د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ اعلان وکړ چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي برخه (۳.۵ میلیارد ډالر ) به په سویس کې د «افغان فنډ» په نوم یو نوي جوړ شوي صندوق ته استوي چې د افغانستان د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ولګول شي.

ښاغلي وسټ وویل، دا پیسې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره دي او د افغانستان بانک او طالبان به ورته لاسرسی ونلري. هغه زیاته کړه چې له یو شمیر افغانانو سره به د خلکو د وضعیت د ښه والي په اړه د څیړنو په هدف تماس ونیول شي.

هغه زیاته کړه:" موږ غواړو د افغانستان بانک له هر ډول سیاسي دخالت څخه بې برخې وي."

د افغانستان د پېسو نوی جوړ شوی صندوق به د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئول وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د دوو چارواکو، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي د شورا غړي شاه محمد محرابي په ګډون یو پلاوی به د «افغان فنډ» چارې څاري. دا نوی جوړ شوی صندوق د سویس په ژنیو ښار کې دی.

په همدې حال کې د افغانستان بانک چې طالبان یې کنترولوي، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې « د افغانستان بانک په نامرتبطو برخو کې د دغو پېسو د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر ډول پرېکړه د نه منلو وړ ګڼي او غواړي چې په دې اړه له سره غور» وشي.

دا اعلامیه د افغانستان بانک ته منسوب ټویټر کې خپره شوې ده. کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د افغانستان شاوخوا اووه میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې او وايي چې نغواړي دا شتمنۍ د طالبانو لاس ته ورشي.

XS
SM
MD
LG