د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي لغمان کې یې لسګونه نور افغان سرتېري هم خوشې کړل


طالبانو دوو ورځو کې ۴۰ بندیان په لغمان کې خوشې کړي
طالبانو دوو ورځو کې ۴۰ بندیان په لغمان کې خوشې کړي

طالبان وايي د لغمان په الینګار شیخ صیب سیمه کې د جمعې اپریل ۱۷(وري۲۶) له غرمې وروسته یې ۲۰ نور افغان سرتېري یې هم خوشي کړي دي.

لغمان کې د طالبانو یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان یې سره صلیب ته سپارلي دي.

د لغمان والي محمد آصف ننګ په خپل فیسبوک کې لیکلي دي‌: " نن او پرون د طالبانو او د افغانستان د حکومتي پلاوی په وساطت د ځانګړې تفاهم له مخې د لغمان په ولایت کې څلویښت (۴۰) تنه د ‌لغمان مربوط بندیان د طالبانو لخوا راخوشی شول."

یوې حکومتي سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې مالومه نه ده خوشي کسان رښتیا هم سرتېري دي کنه. تېره ورځ هم طالبانو په لغمان کې ۲۰کسان خوشې کړي وو.

حکومتي چارواکي وايي د خوشې شويو کسانو د هویت معلومولو په اړه تحقیقات کوي‌ او دا به هم معلوموي چې د دغه کسان سرتیري وو یا د نورو برخو حکومتي‌کارکوونکي.

څو ورځې مخکې طالبانو ادعا وکړه چې په کندهار کې یې هم یو شمېر افغان عسکر خوشي کړي دي.

طالبانو له هغه وروسته دا کسان خوشي کړل چې افغان حکومت سلګونه طالب بندیان پرېښودل.

د امریکا-طالبانو‌ په تړون کې د افغان حکومت په زندانونو کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د پرېښودو خبره شوې ده. دا تړون د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ وشو.

طالبان وايي چې د دغو بندیانو له خوشې کېدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلوي چې د افغانستان روانې جګړې ته په کې د حل لاره ولټول شي.

افغان حکومت دغو خبرو ته خپل پلاوی اعلان کړی دی، خو لا معلومه نه ده چې بین الافغاني مذاکرات کله او چېرته پیلیږي.

XS
SM
MD
LG