د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په لغمان کې ۲۰ افغان سرتیري خوشې کړي – سرچینې


د طالبانو او افغان حکومت سرچینې وایي طالبانو په لغمان ولایت کې ۲۰ حکومتي سرتیري خوشې کړي دي.

د طالبانو یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې نن د پنجشنبې په مازدیګر اپریل ۱۶ (وري ۲۸) د لغمان ولایت په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې ۲۰ حکومتي پوځیان خوشې کړي او هغوی یې سره صلیب ته سپارلي دي.

دغې سرچینې وویل چې ۱۵ افغان سرتیري یې د الیشنګ ولسوالۍ په سالاو او پنځه نور یې د الینګار په شیخ صیب سیمه کې خوشې کړې دي.

یوې حکومتي سرچینې هم منلې چې طالبانو په الینګار او الیشنګ کې ۲۰ کسان خوشې کړي دي.

خو د لغمان ولایت د والي ویاند اسد الله دولتزی وايي چې تر اوسه په دغه تړاو معلومات نه لري.

طالبانو ویلي دي چې هر یو خوشي کړای شوي کس ته یې پنځه پنځه زره افغانۍ هم ورکړي دي.

طالبانو دا هم ویلي دي چې په خوشې شویو کې د ملي اردو دوه سرتیري چې وروڼه دي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG