د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت ۱۰۰ نور طالب بندیان ازاد کړل


له بګرام زندان څخه ازاد شوي طالب بندیان
له بګرام زندان څخه ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پرون ناوخته ۱۰۰ تنه نور طالب زندانیان هم له بګرام زندان څخه خوشي شول.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبه اپرېل ۱۲ (وري ۲۴) ویلي چې "یاد طالب بندیان د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅو د برخې په توګه خوشي شول."

د افغانستان د ملي امنیت شورا همداشان ویلي، دا شمېر طالب بندیان په هغه اوږد لیست کې شامل دي چې د طالبانو درې کسیزه پلاوي له افغان لوري سره په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و.

افغان حکومت تر دې مخکې هم په دوو پړاونو کې له بګرام زندان څخه ۱۰۰ ـ ۱۰۰ طالب بندیان خوشي کړي وو چې د تیرې ورځې ۱۰۰ تنو په خوشي کېدو سره یې شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېد.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، ټاکل شوې نن یکشنبه هم یو شمېر طالب بندیان خوشي شي چې په وینا یې د شمېر په اړه به یې وروسته معلومات شریک شي.

پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې ټاکل شوې نن یکشنبه د دوی له لوري هم ۲۰ بندي افغان سرتیري په کندهار ولایت کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.

روانه میاشت یو درې کسیز طالب پلاوی له افغان حکومت سره د خپلو بندیانو د تثبیت په اړه له افغان حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی و چې وروسته طالبانو د اعتراض په ډول بېرته وروغوښتی. طالبانو افغان حکومت تور کړ چې د هغوی د بندیانو خلاصولو په برخه کې بهانې کوي.

خو افغان حکومت وروسته وویل چې طالبانو د خپلو ۱۵ جنګي قوماندانو د خلاصولو هڅه کوي چې په وینا یې دا ورته د منلو نه دي.

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.

د بندیانو د خلاصولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبري پیل شوي وای، خو اوس مهال د یادو مذاکراتو د پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG