د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو سازمان مشرې څرګندونو ته د طالبانو غبرګون؛ د ټولو وګړو حقوقو ته ژمن یو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د وضعه کولو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان د رئیسې څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې «پروپاګند» بللی دی.

د طالبانو د نوي لارښود له مخې چې تر دې وروسته موټر چلوونکي له «محرم» پرته نشي کولای ښځې د اوږد واټن لپاره انتقال کړي، د بشري حقونو د څار سازمان مشرې هدر بار د طالبانو دې اقدام ته غبرګون ښودلی او فرانس پرس خبري آژانس ته یې ویلي: " دغه نوی فرمان اساساً... تر ډيره د ښځو د زنداني کولو لپاره دی."

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن دوشنبه ډسمبر ۲۷ (مرغومې شپږمه) په یو ویډیو پیغام کې خبریالانو ته ویلي: "د بشري حقونو د څار سازمان دغه ادعا چې وايي اسلامي امارت د ښځو حقوقو ته رسیدګي نه کوي، پروپاګند او منفي تبلیغات دي."

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې چې هغوی د ښځو او نارینو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو د حقوقو تامین ته ژمن دي او په ځانګړي ډول د ښځو د کار او تعلیم حق د «د شریعت په چوکاټ کې» خوندي دی.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت پدغه لارښونه کې چې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) صادره شوې د مسافر وړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي دي، هغه ښځې چې اسلامي حجاب ېې نه وي مراعت کړی، په موټرونو کې پورته نکړي.

ددې وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر، د یکشنبې په ورځ د فرانس پرس اژانس ته وویل: "هغو ښځو ته چې له ۷۲ کیلومتره لرې سفر کوي په هغه صورت کې چې د کورنۍ یو نږدې غړی ورسره مل نه وي باید په موټر کې د پورته کیدو اجازه ورنکړل شي."

په نوې لارښونه کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې همداشان له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو نقلیه وسایطو کې د موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو د حقوقو د برخې مشرې همدارنګه ویلي: "هغه فرصتونه چې هغوی [ښځې] کولای شي ازادانه حرکت وکړي، بل ښار ته سفر وکړي، سوداګري وکړي (یا) د تاوتریخوالي مخامخ کېد پر مهال له کور څخه وتښتي، د هغوی پر مخ بندوي."

پر کابل د طالبانو له حاکمیت څخه د څه باندې څلورو میاشتو په تېرېدو سره د هغوی حکومت تر دا مهاله په ښکاره ډول د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول غرب له طالبانو څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې د ښځو، اقلیتونو حقوقو ته احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG