د لاس رسي وړ اتصالات

ناراضه طالبانو مولوي هبت الله ته بیعت کړی


مولوي هبت الله د طالبانو دریم مشر دی چې د اوسیدلو ځاې یې ندی څرګند
مولوي هبت الله د طالبانو دریم مشر دی چې د اوسیدلو ځاې یې ندی څرګند

طالبان وايي د ملا دادالله او منصور داد الله پلار او وړونو او ځینو نورو طالب قوماندانانو د دوې نوي مشر مولوي هبت الله آخندزاده ته بیعت کړی او ژمنه یې کړې ده چې طالبان به یو صف کې په افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکړي.

طالبانو پخپل رسمي وبپاڼه کې د ملا دادالله منصور د پلار یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې وايي "شیخ هبت الله آخندزاده د ټولو امیر دی".

ملامنصور دادالله او ملادادالله رهبر د طالبانو دوه ځواکمن قوماندانان و. ملا دادالله په ۲۰۰۷ کال کې په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي‌ برید کې ووژل شو. منصور دادالله بیا د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په میاشت کې د طالبانو د خپلمنځي نښتو په پایله کې په زابل ولایت کې ووژل شو.

د امریکايي ورځپاڼۍ وال ستریت ژورنال په حواله چې د دادالله ځواکمنه کورنۍ پداسې حال بیرته د طالبانو لیکو سره یوځاې کیږي‌ چې افغان حکومت هڅې کړي‌ چې طالبان په مخالفو ډلو وویشي.

دغې ورځپاڼۍ همداراز راپور ورکړی چې د طالبانو د یوې بلې جلا شوې ډلې مشر ملامحمد رسول تېره میاشت په پاکستان کې ونیول شو او تر اوسه یې بیا څرک ندی لیدل شوی.

تېر کال د طالبانو د لمړي مشر ملامحمد عمر د مړینې او وروسره د ملا اخترمحمد منصور د مشرۍ تر اعلان وروسته، ځینو طالب مشرانو ملامنصور ته له بیعت ډډه وکړه او جلا ډلې یې جوړې کړې. ملامنصور هم څو میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکايي‌ بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ووژل شو او روپسې مولوي هبت الله د طالبانو مشر وټاکل شو.‌

ویل کیږي چې د ملارسول مرستیالانو اوس مولوي هبت الله ته بیعت کړی دی.‌

د طالبانو تر منځ د جوړجاړي خبر پداسې حال کې ورکول کیږي چې د دې ډلې او افغان حکومت تر منځ د سولې مذاکرات په ټپه دریدلي دي.

XS
SM
MD
LG