د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خپل مشر ملا عمر قبر ښکاره کړ 


د طالبانو د مشر ملا عمر په قبر راټول طالب مشران
د طالبانو د مشر ملا عمر په قبر راټول طالب مشران

طالبانو نن یکشنه نومبر شپږمه (لړم۱۵) د خپل غورځنګ د بنسټګر ملا محمد عمر د قبر ځای،‌ چې د هغه له مرګ وروسته پټ ساتل شوی و، ښکاره کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو د زابل ولایت د سوري ولسوالۍ د عمرزو سیمې ته نژدې د ملا عمر قبر ته تللي وو.

په تصویرونو او ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې قبر د شنو کټارو منځ کې دی او داسې ښکاري چې قبر په یوې کلا کې دننه دی.

ښاغلي مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دا قبر یې اوس ځکه ښکاره کړ چې « مخکې شاوخوا دښمنان زیات و، د هغه قبر مو پټ کړی و چې زیان ونه رسېږي. یوازې د کورنۍ نژدې غړي پرې خبر وو. اوس دا تصمیم ونیول شو، که څوک یې قبر ته ځي، مشکل نشته.»

ملا عمر په ۱۹۹۳ کال کې د طالبانو غورځنګ پیل کړ او ویل کېږي چې په ۵۵ کالنۍ کې مړ شوی دی. د فرانسې خبري‌اژانس وايي چې طالبانو د ملا عمر په مشرۍ په افغانستان کې د خپل فکر « سخت دریځه اسلامي واکمني حاکمه» کړه چې ښځې یې له کار،‌ تعلیم او سیاست څخه محرومې کړې او په نورو خلکو یې کلک بندیزونه ولګول.

د طالبانو مخکنی نظام د ۲۰۱۱ د سپتمبر په ۱۱ نېټه په امریکا باندې د ترهګریزو بریدونو څخه وروسته نسکور کړل شو خو شاوخوا شل کاله وروسته د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه بېرته په افغانستان کې واکمن شول.

طالبان داسې مهال د خپل مشر په قبر راټول شوي چې تر دې یوه ورځ مخکې په پنجشیر کې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د قبر ډبرې خرابې شوې وې. په دغه ولایت کې چارواکو ویلي چې نا مسئوله کسانو دا کار کړی او په دې اړه به پلټنه کېږي. احمد شاه مسعود د طالبانو په ضد تر مرګ پورې کلک وجنګېده.

XS
SM
MD
LG