د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د پاکستان په خلاف د افغانستان د خاورې څخه ګټه اخیستل "خیانت" دی


پداسې حال کې چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ سره د طالبانو په مبارزې انتقادونه ډیر شوي، د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي هر هغه څوک چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد پر ضد وکاروي، د "غدارۍ" په تور به ونیول او محاکمه شي.

ښاغلي مجاهد امریکا غږ سره په مرکې چې د سپټمبر د میاشتې په لومړیو شپو ورځو کې په کابل کې ورسره شوې وه د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ګڼې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په هغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ګرځیدل راګرځیدل او د فعالیت آزادي ډیره شوې وویل، "هر هغه څوک چې دلته دي، اجازه نلري چې دا ډول کړنې وکړي ځکه هغوي مونږ ته ډاډ راکړی چې بل هیواد ته به خطر نه پیښوي."

ښاغلي مجاهد پدې مرکې منلې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د امنیت ټینګول لا هم د دې ډلې د ځواکونو لپاره یوه ستونزه ده او زیاته یې کړه "ځینې داسې ځایونه شته چې لا هم زمونږ ځواکونه پکې ندي ځای پر ځای شوي او د هغوي د امنیت ساتلو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو."

د طالبانو دې ویاند وویل چې پاکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه به د هغوي پر ضد کار وانخیستل شي خو تر څنګ یې د پاکستان څخه هم وغوښتل چې پرې نږدي د هغوي خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.

وروسته تر هغه چې امریکایي ځواکونو د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري کابل کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وواژه، طالبانو په پاکستان انتقاد وکړ چې امریکایي ځواکونو ته یې ددې برید د کولو لپاره خپله فضا په اختیار کې ورکړې وه.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د افغانستان په فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په غبرګون کې له پاکستان څخه وغوښتل چې خپله فضا د افغانستان په خلاف استعمال نکړي.

محمد یعقوب مجاهد د اګست په ۲۸ مې په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس دغه الوتکې د پاکستان له لارې څخه افغانستان ته داخلیږي.

نوموړي زیاته کړه: "دقیق او کره معلومات ځکه نشته چې زموږ رادار سیستم مکمل امریکا د خپلو وتلو پرمهال په بشپړه توګه خراب کړی او له منځه یې وړی دی. بیا هم چې زموږ کوم معلومات دي، دوی د پاکستان له لارې څخه افغانستان ته داخلیږي او د پاکستان له فضايي حریم څخه استفاده کوي، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې خپله فضا زموږ په مقابل او زموږ خلاف استعمال نکړي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پداسې حال کې پاکستان ته دا ډاډګیرنه ورکوي چې د دې هیواد صدراعظم شهباز شریف تازه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې وویل چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شته او په خبره یې دا د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.

خو د طالبانو مقاماتو ویلي دي چې پاکستان نباید د افغانستان د بدنامولو له لارې امتیاز ترلاسه کړي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د ښاغلي شریف دې څرګندونو ته تند غبرګون وښود او په ټویټر کې یې وویل چې دا څرګندونې د واقعیت څخه لیرې او ناسمې دي.

ښاغلي کرزي په ټویټر کې ولیکل، "حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د افغانستان په خلاف استعمالیږي."

ښاغلي کرزي همدرانګه په پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان په خلاف " له نا سمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي."

د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډې پولې دا بحث داسې مهال کیږي چې جمعه سپټمبر ۳۰ (تلې ۸) د پاکستان یو سرتیری په ډزو کې وژل شوی.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې د کومې ځانګړې ډلې نوم ندی اخیستې خو دومره یې ویلي چې د "ترهګرو" په ډزو کې چې د افغانستان د خاورې څخه یې کړی، یو پاکستانی پوځي وژل شوی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په فعالیت سترګې پټې کړي خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې څو میاشتې وړاندې یې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او پاکستاني طالبانو د استازو تر منځ د خبرو کوربه توب هم کړی.

پاکستان هم منلې وه چې دا خبرې شوي او د په ځانګړي توګه یې د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني څخه مننه کړې وه چې پدې خبرو کې مهم نقش درلود.

XS
SM
MD
LG