د لاس رسي وړ اتصالات

د ۵زره طالب بندیانو ازادولو بهیر ولې ځنډېدلی؟


په څرخي زندان کې طالب بندیان
په څرخي زندان کې طالب بندیان

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر وايي د ۵۰۰۰طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر ځکه ځنډېدلی چې دغه ډلې د خپلو ۱۵ جنګي قوماندانو د خوشي کولو غوښتنه هم کړې ده.

عبدالمتین بیک وايي چې یاد طالب قوماندان په « لویو» بریدونو کې لاس لري چې په وینا یې د ا د وسله والو طالبانو د «ضد» ښکاروندي کوي چې د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې کابل ته د وسله والو طالبانو راغلي پلاوي هم د یادو ۱۵ قوماندانو پر خوشي کولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي بیک نن دوشنبه اپرېل شپږ (وري ۱۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل: "طالبانو چې د کومو بندیانو خوشي کولو غوښتنه کړې یو شمېر ډېر جدی مشکلات لري، په انتحاري حملو، هوا پيژندنې ادارې باندې د برید، پر کانټینینټل او یا کوم عملیات چې د ملي امنیت پر روغتون وشول موږ نیولي دي، عملاً یې لاسونه زموږ د ملت په وینو لړلي دي. او د دغو ۱۵ تنو پر خوشي کولو ټینګار شوی دی، د دوی د خوشي کولو په اړه ملت زموږ څخه ځواب غواړي."

هغه وویل چې طالبان د خپلو جنګي قوماندانانو په خوشي کولو سره غواړي بیا ځینو ولایتونه سقوط کړي.

ښاغلي بیک زیاته کړه چې دمګړۍ ۴۰۰ طالب بندیان ازادولو ته چمتو دي چې په وینا یې دا بهیر اول باید له هغه ځایه پيل شي چې خطر یې کم وي تر څو دا ژمنه تر لاسه شي چې بیا به جګړې ته نه ځي.

نوموړي زیاته کړه: "د بندیانو خوشي کول د تاوتریخوالي کمېدو پورې مقید دي، او دا باید مرحله وار وي، موږ نشو کولای چې له خپلو زندانونو څخه د افغانستان د خلکو مجرمین ازاد کړو چې جګړه نوره هم سخته شي."

هغه وویل چې افغان حکومت په دې برخه کې ملامت نه دی بلکې دا طالبان دي چې د ضمانت په نه ورکولو سره یې یاد بهیر ځنډولی دی.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه ۵۰۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت او ۱۰۰۰ زندانیان د طالبانو له محبسونو څخه خوشي شوي وا چې تر دا مهاله یې بهیر نه دی پیل شوی.

د افغان حکومت او طالب استازو درې ځله د یادو بندیانو خلاصولو په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې او تر هغه وروسته تېره اونۍ یوه درې کسیز طالب پلاوي له افغان حکومت سره د خپلو بندیانو د خلاصولو په اړه کابل ته راغی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې افغان لوري له یاد طالب پلاوي سره څو ځلې خبرې کړي.

طالبانو تېره ورځ دخپلو ۵۰۰۰ بندیانو خلاصولو په اړه د ځنډ رامنځته کولو کې امریکا او افغان ایتلافیان یې ګرم وبلل.

XS
SM
MD
LG