د لاس رسي وړ اتصالات

هیواد ته د یو بل افغان پیلوټ راستنېدو په اړه د طالبانو ادعا


د طالبانو حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د تیر حکومت د هوايي قواوو یو پیلوټ چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته له هیواد څخه وتلی و، بیرته افغانستان ته ستون او په کار یې پيل کړی دی.

دغه وزارت نن شنبه مارچ ۲۶ (وري شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه افغان پیلوټ د تیر حکومت تر سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډوال شوی و، خو د دغه پیلوټ نوم یې نه دی یاد کړی.

د افغانستان د تیر حکومت تر سقوط وروسته لسګونه افغان پیلوټان د خپلو کورنیو سره غړو په نظامي طیارو کې تاجکستان او ازبکستان ته پناه یوړه او له هغه ځای څخه امریکا او متحده عربي اماراتو په ګډون نورو هیوادونو ته انتقال شول.

دا د افغانستان د هوايي قووا شپږم پیلوټ دی چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته بیرته هیواد ته ستنیږي. طالبانو درې میاشت مخکې هم هیواد ته د هوايي قووا د پنځو تنو پیلوټانو د بیرته راګرځېدو او کار پیلولو خبر ورکړی و.

د طالبانو دفاع وزارت په خپره کړې اعلامیه کې له ټولو مسلکي کادرونو څخه غوښتي چې هیواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو د طالبانو لخوا د تیر حکومت د یو شمېر نظامیانو د نیولو، وهلو ټکولو او حتا د وژلو راپورونه ورکړي و، خو طالبانو هغه مهال دغه راپورونه رد کړي و.

XS
SM
MD
LG