د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ادعا: د مخکني هوایي ځواک پنځه پیلوټان افغانستان ته راستانه شول 


د افغانستان د مخکني حکومت الوتکې او د هوايي ځواک کارکوونکي 
د افغانستان د مخکني حکومت الوتکې او د هوايي ځواک کارکوونکي 

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ادعا کوي‌ چې د افغانستان د مخکني حکومت پنځه پیلوټان، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته بهرنیو هېوادونو ته تللي وو، بېرته افغانستان ته راستانه شوي‌ دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یو ویدویي پيغام کې ادعا کو‌ي چې دا پنځه کسان تېره ورځ شنبه فبروري پنځمه (سلواغه ۱۵) افغانستان ته راستانه شوي‌ او د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

هغه وايي: «... پنځه پیلوټانو، چې د تبلیغاتو په اساس نورو هېوادونو ته تللي‌ وو، د ملي دفاع وزارت خیر خواهانه غږ ته یې لبیک ووایه او خپل هېواد ته راستانه شول. د دفاع وزارت مشرتابه د هغوی دا نیک اقدام ستایي او هغوی ته یې د خدمت زمینه برابره کړه.»

طالبانو یو تصویر هم خپور کړی او ادعا کوي‌ چې په تصویر کې راستانه شوي پیلوټان د طالبانو د دفاع له وزیر ملا محمد یعقوب سره ولاړ دي. په تصویر کې د «پیلوټانو په مخونو پټۍ لګول» شوې چې ونه پېژندل شي، طالبانو نه دي ویلي‌ چې ولې یې دا کار کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو یو بل لوړي پوړي مقام انس حقاني ته په منسوب ټویټر کې د دغو پیلوټانو راستنېدل ستایل شوي دي.

ښاغلي حقاني لیکلي: «وطن ته د هوايي ځواک د پيلوټانو بياراتګ ته د زړه له کومې هرکلی وايو. ټول هغه افغانان چې له وطن تللي، بلنه ورکوو چې وطن ته راشي، پر هېڅ افغان مو بې‌وطني نه پېرزو کېږي. دا وطن د ټولو ګډ کور دی او وطن ټولو کادرونو ته اړتيا لري. اوس د وطن خدمت ته تر بل هر وخت شرايط ښه برابر دي.»

په خپلواک ډول د طالبانو ددغې ادعا تائید لا نه دی شوی او نه هم د مخکني حکومت د دفاع وزارت او هوايي ځواک کوم مسئول په دې اړه څه ویلي دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له داخلېدو وروسته د مخکني حکومت لسګونه زره ملکي او نظامي کارکوونکي له هېواد څخه د انتقال د ماموریت په مهال واېستل شول.

یو شمېر پیلوټان له خپلو الوتکو سره د افغانستان ځینو ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل چې له هغه ځای څخه بیا اماراتو ته انتقال شول چې امریکا ته ولاړ شي.

هوايي ځواک د افغانستان د مخکني حکومت یوه قوي برخه بلل کېده چې له طالبانو سره یې په جګړې کې مهم رول لوبوه. طالبانو په رسمي ډول په دغو پیلوټانو باندې غږ کړی چې بهرنیو هېوادونو ته ولاړ نه شي او هغوی چې تللي بېرته راستانه خپل هېواد کې «خدمت» وکړي.

خو د مخکني حکومت یو شمېر مسئولین وایي چې د طالبانو په ژمنو باور سخت دی. په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د مخکني حکومت سلګونه نظامیان وژلي دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG