د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان افغان پیلوټانو ته: مه تښتئ، بېرته خپلو دندو ته راستانه شئ 


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخکني رژیم د پیلوټانو څخه غوښتي دي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه او خپلو دندو ته را وګرځي.

په داسې حال کې په تاجکستان کې ایسار شاوخوا ۱۵۰ افغان پیلوټان او پرسونل متحدو عربو اماراتو ته انتقال شول، طالبانو له دوی څخه غوښتي چې بهر ولاړ نشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه نومبر لسمه (لړم ۱۹) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د وضعیت د بیا ښه کېدو او ثبات لپاره کادرونو ته اړتیا ده او په خبره یې نظامي او غیر نظامي پیلوټان دې خپلو دندو ته راستانه شي.

هغه وویل: «په افغانستان کې هېڅ امنیتي مشکل نشته. هغوی لپاره عمومي بخښنه موجوده ده. هغه پیلوټان چې په پوځ کې وو او یا غیر نظامي برخو کې وو، امکان لري بیا جذب شي او خپل هېواد ته خدمت وکړي، موږ به هغوی ته زمینه برابروو. موږ هغوی ته بلنه ورکوو، نه دې تښتي.»

سره له دې چې د طالبانو ویاند د افغان پیلوټانو څخه غواړي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او کار وکړي، د بشري حقونو یو شمېر سازمانانو ویلي داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې طالبانو د مخکني حکومت د پوځ او ملکي برخو یو شمېر کارکوونکي نیولي، وهلې او وژلي دي. وايي طالبان په دوی پسې ګرځي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب هم ویلي وو چې د افغانستان په ځینوبرخو کې د مخکني حکومت ځینې کارکوونکي وژل شوي، نیول شوي او شکنجه شوي دي.

هغه خپلو جنګیالیو ته ویلي وو چې عمومي بخښنه شوې ده او د محکمې له حکم پرته دې څوک نه مجازات کیږي.

راپورونه وايي چې نن د افغانستان د مخکني حکومت شاوخوا ۱۵۰افغان پیلوټان اوپرسونل له تاجیکستان څخه متحدو عربو اماراتوته انتقال شوي دي. دوی د امریکا د حکومت له لوري په برابر شوي پرواز کې انتقال شوي او ټاکل شوې چې له هغه ځای څخه امریکا ته ولېږدول شي.

د افغانستان د مخکني حکومت د دفاع وزارت په وینا د افغانستان هوايي ځواک شاوخوا ۷۰۰۰غړي درلودل چې یو شمېر یې په امریکا، بریتانیا او چیک جمهوریت کې زده کړې کړې وې. د افغانستان په هوایي ځواک کې یو شمېر ښځو هم کار کاوه.

د افغانستان د مخکني پوځ هوايي ځواک له طالب وسله والو سره په جګړې کې مهم رول درلوده او د حکومت له سقوط وروسته د طالبانو اصلي هدف وو.

د طالبانو له راتګ وروسته یو شمېر د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر الوتکې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړې او ځينې نور وسائیل یې چې افغانستان کې پاتې شول، له کاره واېستل شول.

معلومه نه ده چې طالبانو ته د مخکني حکومت څخه څومره څرخي او جنګي الوتکې لري.

XS
SM
MD
LG