د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي، د پاکستان او هند د ستونزې په اړه یې څه نه دي ویلي


طالبان وايي، په رویټرز خبري اژانس کې د هند او پاکستان د کړکېچ په تړاو د دوی له ادرسه خپور شوی راپور حقیقت نه لري.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د «کب پر ۸مه»راپور ورکړ چې طالبانو خبرداری ورکړی چې د هند او پاکستان ترمنځ نور نظامي‌ اقدامات به د افغانستان د سولې پر بهیر اغېز وکړي او له هند څخه یې غوښتي چې له نورو پوځي اقداماتو څخه دي ډډه وکړي.

رویټرز خبري اژانس ویلي و چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې کې ویلي چې "د دغه سي جګړې دوام به د افغانستان د سولې پر بهیر باندې اغېز وکړي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د« کب پر۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې دوی د هند او پاکستان د کړکېچ په اړه له هېڅ یوې رسنۍ سره خبرې نه دي کړي.

له تېرې ورځې د هند او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ترینګلې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هند تېره ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر د بالاکوټ په سیمه کې د جېش محمد ډلې پر یو مرکز هوايي برید وکړ چې پاکستان د هند دغه کار پر خپلې خاورې تېرې وباله.

پاکستاني چارواکو بیا نن ادعا وکړه چې دوې هندي الوتکې ویشتلي چې یوه یې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او بله یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې لوېدلې ده.

پاکستان همدارنګه ویلي چې دوه هندي پیلوټان یې هم نیولي‌ دي، هندي چارواکو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني تماس کې ویلي و چې د هند او پاکستان کړکېچ به د افغان سولې پر بهیر هم تاسیر وکړي.

افغان حکومت تر دامهاله د هند او پاکستان د وروستي کړکېچ په اړه تبصره نه ده کړې خو تر دې مخکې په دې اړه په کابل کې د پاکستان د سفیر څرګندونې رد کړي وې.

XS
SM
MD
LG