د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان وايي د یو بل الوتکې یې غورځولي دي


پاکستان ادعا کوي وايي د هند یو پیلوټ یې هم ژوندی نیولی دی
پاکستان ادعا کوي وايي د هند یو پیلوټ یې هم ژوندی نیولی دی

د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ په لړ کې د دواړو هېوادونو چارواکي وايي چې د یو بل الوتکې یې وېشتلي او غورځولي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د پاکستان خاورې ته داخلې شوي دوې جنګي هندي‌ الوتکې ویشتلي او دوه پیلوټان یې هم نیولي دي.

عمران خان نن چهارشنبه خپلو خلکو ته په وینا کې ویلي چې د نن ورځې د عملیاتو هدف يې هند ته د پاکستان زور ښکاره کول و چې پاکستان د ځواب توان لري.

نوموړي‌ ویلي"د هندوستان د حکومت څخه پوښتنه کوم چې زموږ دواړو سره کومې وسلې دي موږ د هغې د زغم نه يُو او که جګره پېل شوه بیا به نه زما (عمران خان) ‌او نه د مودي په لاس کې وي".

هغه زياته کړه د پلوامه د بريد وروسته يې هند ته وړانديز کړی و چې په پلټنو کې ورسره مرستې ته تيار دی او زیاته کړې ده چې بيا هند ته بلنه ورکوم چې د ترهګرۍ په اړه ورسره خبرو ته تیار دی.

خو د هند د بهرنيو چارو وزارت بیا ويلي چې پاکستانۍ الوتکو نن سهار د هند پوځي تاسيسات په نښه کړي او د دوی هوايي ځواک یې هم ځواب ویلی دی.

هندي چارواکو ویلي چې نن چهارشنبه یې د پاکستان يوه جنګي الوتکه راغورځولې او د عملیاتو پرمهال خپل یوه الوتکه هم لوېدلې ده.

پاکستاني چارواکو د پاکستانۍ الوتکې را غورځولو په اړه د هندي چارواکو ادعا رد کړې ده.

هندي چارواکو همدا رنګه د خپل یوه پیلوټ د لادرکه کېدو خبر ورکړی دی، پاکستان چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې دوی دوې هندۍ الوتکې راغورځولې او دوه پېلوټان یې هم نیولي دي.

مخکني معلومات

​د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور ادعا کړې چې نن سهار یې دوې هندۍ جېټ الوتکې چې د پاکستان خاورې ته داخلې شوې ویشتلي او را غوځولې دي.

جنرال اصف غفور د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ میاشتې پر ۲۷مه پر خپل ټوېټر لیکلي چې د یادو جېټ الوتکو څخه یوه یې د پاکستان تر ولکې لاندې جمو کشمیر او بله یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې لوېدلې ده.

هغه ویلي چې پاکستاني پوځ د ویشتل شوي جېټ الوتکې یو هندی پېلوټ هم ژوندی نیولی دی او همداراز د دوو نورو پېلوټانو د پیدا کولو هڅې هم روانې دي.

نوموړي ویلي چې هندۍ الوتکې له ګډې پولې څخه په سرغړونې د پاکستان خاورې ته داخلې شوي وې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې بیا نن سهار د پاکستان د هوايي ځواک درې جنګې الوتکې د هند او پاکستان له ګډې پولې څخه اوښتې او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندۍ الوتکو یې بریدونه کړي دي.

تر دا مهاله هندي چارواکو د پاکستان د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې.

که چیري د پاکستان لخوا د هندۍ جېټ الوتکو را غورځولو ادعا ثابته شي دا به د پاکستان په خاوره کې د هند پرونۍ برید ته د پاکستان لومړنی ځواب وي.

هند تېره ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په بالاکوټ سیمه د جېش محمد ډلې پر یو مرکز هوايي برید وکړ چې پاکستان یاد برید پر خاورې د هند تېری وباله.

پاکستان د هند تر پروني برید وروسته د دغه هېواد د صدر اعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت بېړنۍ غونډه راوبلل چې د پاکستان چارواکو په وینا پکې پرېکړه وشوه چې د هند برید ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG