د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: طالبان باید افغانستان کې له 'اشغال' څخه لاس واخلي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په طالبانو غږ کړی دی چې د خپلو وروڼو د خاورې نیول او اشغالول ودروي.

ښاغلي اردوغان نن دوشنبه جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۸) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو چال چلن داسې نه دی چې یو مسلمان یې باید له بل مسلمان سره وکړي.

هغه وویل: «طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې نیول ختم کړي‌ او نړۍ ته دې همدا اوس وښيي چې سوله په افغانستان کې بریالۍ کیږي.»

ښاغلي اردوغان د کابل د هوايي ډګر د امنیت ټېنګولو په اړه د طالبانو خبرداری هم له پامه وغورځوه.

ترکیې هوډ کړی چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر چارې په مخ بیایي او امنیت به یې ساتي، خو طالبانو ویلي چې ترکیه دې هم له ناټو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي.

ترکیې ویلي‌ دي چې په دې برخه کې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه مالي، سیاسي او لوژیستکي مرستې غواړي.

د ترکیې ولسمشر داسې مهال د «طالبانو جګړه» ننګولې ده چې طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې یو شمېر سیمې نیولې دي.

تېره ورځ په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ دوې ورځنۍ خبرو په پای کې موافقه وشوه چې د ستونزو د حل لپاره به د لوړې کچې خبرې روانې وي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله منسوب اختریز پیغام کې ویل شوي چې طالبان ستونزود سیاسي حل پلوي دي،‌ خو افغان چارواکي وايي‌ چې طالبان هڅه کوي له پوځي لارې واک ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG