د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د بهرنیو هیوادونو استازولیو له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې


قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هیوادونو استازولیو پر طالبانو غږ کړی چې روان پوځي عملیات ودروي.

د امریکا متحده ایالاتو د سفارت په ګډون د ۱۷ هیوادونو سیاسي استازولیو ویلي چې د طالبانو روان بریدونه د سولې روانو خبرو او د سیاسي حل د ادعا سره په ټکر کې دي.

دغه سیاسي استازولیو نن شنبه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) پخپلې ګډې اعلامیې کې ویلي: "د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، چک جمهوریت،د اروپايي ټولنې استازي، فنلډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، هالنډ، د ناټو ملکي استازوالي، اسپانیا، سویډن، بریتانیا او متحده ایالاتو دپلوماتیکي نمایندګي، د طالبانو د روانو بریدونو چې د خبرو له لارې یو سیاسي حل لارې ته د رسېدو هڅې شنډوي، ملکي خلک زیانمنوي او بېځایه کوي، د چټک بندېدو غوښتونکي دي."

یادو بهرنیو هیوادونو په افغانستان کې هدفي بریدونه، د زېربناو ویجاړول او د افغانانو د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په وړاندې ګواښونه غندلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان باید په لوی اختر کې وسلې پi ځمکه کېږدي او د سولې په اړه نړیوالو ته خپله ژمنتیا وښيي: "موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سره یو ځای له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړو چې ډېر ژر روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي، له یو دایمي او هر اړخیزه اوربند سره هوکړه وکړي."

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او یو شمېر سیمې یې نیولې دي، د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخند ټېنګار کړی چې هغوی د شخړې د سیاسي حل پلوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې تر بل هر وخت جګړو زور اخیستی او له امله یې زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې تیره اونۍ په افغانستان کې د جګړو زیاتېدو له امله په دغه هیواد کې د بشري ناورین پېښېدو په اړه خبرداری ورکړ.

په همدې حال کې په دوحه کې د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه پای ته ورسېده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د ګډې اعلامیې له مخې دواړو د سولې بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG