د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي سوداګریزو بانکونو ته د نویو افغانیو د ویشلو لړۍ پیل کړې


د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی وايي، چې د نویو چاپ شویو افغانیو بانک نوټونو د ویشلو لړۍ یې پیل کړې او په دې لړ کې یې یوه اندازه نوي بانک نوټونه خصوصي بانکونو ته ویشلي دي.

د افغانستان بانک، چې د طالبانو د حکومت لاندې کار او فعالیت کوي، د خپرونو امر او ویاند حسیب الله نوري د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۶ ( سلواغې شپږم) امریکا غږ ته وویل، چې ددغه بانک یوه وظیفه د پولي سیاستونو طرحه جوړول او د افغانیو بانک نوټونو چاپ او خپرول دي.

د ښاغلي نوري د وینا له مخې افغانستان بانک د بازار اړتیاو او معقول پولي سیاست ته په کتنې تل هڅه کړې ده، چې نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي او پر ځای یې زاړه او له منځه تللي بانک نوټونه راټول کړي.

د افغانستان بانک دغه چارواکي وویل، چې د څه مودې راهیسې خلکو په بازار کې د زړو بانک نوټونو د شتون څخه شکایتونه لرل چې د همدې له امله دغه بانک نورو سوداګریزو بانکونو ته د نوو چاپ شوو افغانیو بانک نوټونود ویشلو لړۍ پیل کړه.

نوري زیاته کړه: " د هیواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته سل میلیونه نوي افغان بانک نوټونه وویشل شول او په مقابل کې له دغو بانکونو زاړه بانک نوټونه راټول شول. په نوبو بانک نوټونو کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ بانک نوټونه شامل دي."

د طالبانو ترکنترول لاندې مرکزي بانک په افغانستان کې له خلکو غوښتي، چې د نویو بانک نوټونو د ساتنې لپاره له داسې اقداماتو کار واخلي ترڅو بانک نوټونه له وخت وړاندې زاړه او له منځه لاړ نشي.

کابل کې شهزاده د سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک امریکا غږ سره په مرکه کې د نوو افغانیو بانک نوټونو د ویشلو د لړۍ د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل، چې بانکونه به دا پیسې د معاشونو او نورو بانکي معاملو له لارې خلکو ته ورکړي

ښاغلي ځیرک وویل، چې په وروستیو میاشتو کې خلک او صرافان د زړو افغانیو بانک نوټونو د چلښت له امله د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ و.

هغه وايي: "په دغسې یو سخت وضعیت کې بازار ته د نویو بانک نوټونو راوتل یو په ځای او نیک اقدام ګڼم . هیله لرم، چې ژر به نوي بانک نوټونه د زړو بانک نوټونو ځای ونیسي."

کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې هم له خلکو غوښتي، چې نوې چاپ شویو افغانیو بانک نوټونه دې په احتیاط او ښه ډول سره وکاروي ترڅو بیا خلک د زړو بانک نوټونو د ستونزې سره مخ نشي.

ددې وړاندې د افغانستان چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دی اعلان کړی و، چې د نویو چاپ شویو پیسو په رسیدلو سره به د افغانستان په بازار کې نغدو پیسو نشتون مسله هواره شي او ددغه هیواد مالي وضعیت به په یو ښه لورې حرکت وکړي.

دا نوي بانک نوټونه په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته څو میاشتې وړاندې په پولینډ کې چاپ شوي دي. د افغانستان بانک د روان کال د لړم په میاشت کې کابل ته د نوو چاپ شوو افغانیو بانک نوټونو د رسیدلو خبر ورکړی و.

هغه مهال افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي و، چې امریکا د افغانستان بانک ته د نوو چاپ شوو افغانیو د چاپ د مصرف د تادیه کولو اجازه ورکړې وه.

نږدې دوه نیم کاله وړاندې د افغانستان پخواني رژیم د تدارکاتو ملي ادارې ویلي و، چې د (PWPW) په نوم د یو پولینډي شرکت سره یې د لس ملیاردو افغانیو د چاپولو تړون د ۸.۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی دی. د پولینډي شرکت سره د شوي تړون پراساس باید دغه شرکت افغانستان ته د یو نیم کال په موده کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو بانک نوټونو ۳۸۰ میلیونه قطعې بانک نوټونه چاپ کړی وی. دا نوي بانک نوټونه د تیر رژیم د بانک نوټونو په بڼه چاپ شوي دي.

XS
SM
MD
LG