د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د الظواهري وژل کیدو یو کال وروسته لا هم د هغه وژل کیدل نه تائیدوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان پایتخت کابل کې د امریکايي ډرون الوتکې په یو برید کې د القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو څخه نږدې یو کال تیر شوی. خو د طالبانو مشرانو تراوسه د هغه وژل کیدل نه دي تائید کړي اویا یې د هغه د وژل کیدو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کړي، چې د تروریزم پر وړاندې ددغې ډلې د ژمنو په برخه کې شکونه لا پیاوړي کوي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د تیرې جمعې په ورځ جولای ۲۱ (۳۰چنګاښ) د سعودي عربستان د العربیه تلویزیون سره په مرکه کې وویل:" مونږ د الظواهري په اړه هېڅ معلومات نلرو او د هغه وژل کېدو کې یې مونږ هیڅ رول نلره".

خو د شنبې په ورځ د کابل ولایت لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د طلوع نیوز تلویزیون سره په مرکه کې په کابل کې د الظواري شتون رد کړ. هغه وویل، چې داسې څه ثبوت نشته، چې دا وښيي، چې الظواهري په کابل کې وژل شوی و.

د طالبانو چارواکو د الظواري په اړه دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جوبایډن د جولای په روانه میاشت کې خبریالانو ته وویل: "په یاد مو دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟، ما ویلي وو، چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي وو، چې دوي به هلته نه وي، ما ویلي وو، چې طالبان به له مونږ سره مرسته وکړي. اوس څه کیږي؟، څه تیریږي؟ خپل مطبوعات ولولئ. زه په حقه وم".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په چټک ډول د امریکا جمهور رئیس څرګندونو ته ځواب ووایه او د هغه څرګندونې یې د افغانستان د وضعیت څخه د جمهور رئیس بایډن درک وبله.

همداشان د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو د حکومت پاليسي دا ده، چې هيڅ چاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي.
د کال ۲۰۲۲ د جولای په ۳۱ نېټه د القاعده په مشر د ډرون الوتکې د برید څو ساعته وروسته امریکايي چاروواکو خبریالانو ته وویل چې ۷۱ کلن الظواهری د کابل په شیرپور سیمه کې د یو کور په دریم منزل کې و، چې د ډرون څخه په توغول شویو دوو هېلر په نوم د مزایلو پواسطه پرې برید وشو.

ددغه برید یوه ورځ وروسته جمهور رئیس بایډن وویل، چې الظواهري په کابل کې د خپلې کورنۍ لیدلوته ورغلی و او د هغه د شتون په اړه د کره معلوماتو د تائید وروسته یې پرې د برید امر ورکړی و.

طالبانو په کابل کې د الظواهري شتون نه و منلی او ویلي و، چې د پیښې پلټنه کوي، خو اوس د پلټنو د پایلو په اړه چوپ پاتې دي، چې د شویو پلټنو پایلې څه وې؟.
امریکايي چارواکو ویلي، چې الظوارهري ته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني تر ادارې لاندې ځینو کارکوونکو پناه ورکړې وه او پر هغه د برید وروسته یې د برید له ځایه د الظواهري د کورنۍ غړي ښځه او ماشومان بل ځای ته انتقال کړي وو.

د امریکا متحده ایالاتو د الظواهري په سر د ۲۵ میلیونوډالرو انعام ایښی و.

منتقدین وايي، چې په کابل کې د الظواري د شتون څخه انکار د ترهکرۍ خلاف د همکارۍ په اړه د طالبانو په ژمنو شکونه پېدا کوي.

په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ د حملو وروسته چې د ګڼ شمېر برېدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" په غاړه اخیستی، پاکستاني چارواکو یوځل بیا دا خبره تکرار کړې چې د "ټي ټي پي" وسله وال د افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه پلانوي .

خو طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې ردوي او وايي، چې د "ټي ټي پي" په شمول هېڅ کونه بهرنۍ وسله والې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
تیره میاشت د ملګروملتونو د امنیت شورا د ارزونې او پر بندیزونو د څارنې کمیټې په یو راپور کې وویل، چې د اټکل له مخې له ۴۰۰۰ څخه زیات د "ټي ټي پي" وسله والو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت پناه ورکړې ده.

خو د طالبانو حکومت دا راپور رد کړی دی.
طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو سره د سولې په هوکړه کې ددې ژمنه کړې، چې د افغانستان کې به ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پریکوي او ورته په دغه هیواد کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG