د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بیګم راډیو خپرونې وځنډیدې


راډیو بیګم د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتم د ښځو د نړیوالې ورځې سره برابره ده په کابل کې خپلې خپرونې پیل کړې وې. (عکس ارشیف).
راډیو بیګم د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتم د ښځو د نړیوالې ورځې سره برابره ده په کابل کې خپلې خپرونې پیل کړې وې. (عکس ارشیف).

د بیګم راډیو چې له کابل څخه یې خپرونې کولې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت ددغې راډیو خپرونې ځنډولي او د راډیو دوه کارکوونکي یې هم نیولي دي.

د بیګم راډیو د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۶) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست کارکوونکي چې د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي هم ورسره وو، ددغې راډیو پر ودانۍ باندې د برید وروسته یې د راډیو کارکوونکو څخه تخقیقات کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د راډیو د کارکوونکو څخه د تخقیقاتو پر مهال د ښځینه خبریالانو ګرځنده تیلیفونونه، د دفتر کمپیوټرونه او دوه خبریالان هم له ځان سره وړي دي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د "په پرله پسې ډول د خپرونو د پالیسۍ څخه سرغړونو، بهر کې یو تلویزیون ته د موادو چمتوکولو" او د "خپرونو د جواز څخه د ناسمې ګټې اخیستنې" له امله یې د بیګم راډیو خپرونې ځنډولي دي.

ددې وزارت په اعلامیه کې ددغو تورونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي ددې راډیو د خپرونو په اړه د اسنادو د دقیقې ارزونې وروسته د دغې راډیو د خپرونو په اړه وروسته پریکړه وشي.

په عین وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دا اقدام د " ازادو رسنیو د ځپلو د سیاست دوام" په توګه یاد کړی او دا اقدام یې غندلی دی.

دغه مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "د حاکمو چارواکو څخه غواړي چې د راډیو بیګم په اړه نیول شوې پریکړې ته دې بیا کتنه وکړي او اجازه دې ورکړي چې د رسنیو د قانون پراساس خپل کار ته دوام ورکړي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز همداشان ویلي چې: "د ټولیزو رسنیو په قانون کې چې د حاکمې ادارې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا د پلي رکیدو وړ ګڼل شوی، راغلي چې رسنۍ په خپلو مسلکي کارونو کې خپلواکې دي او په کار نه دي چې چارواکي یې په کارونو محدودیتونه رامنځ ته کړي او یا هم یې وګواښوي".

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو د حکومت څخه غوښتي چې سمدستي دې خپله پریکړه لغوه کړي او راډیو ته دې د خپرونو د بیا پیالیدو اجازه ورکړي.

راډیو بیګم د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتم ( ۱۳۹۹ لمریز کال د حوت ۱۸) چې د ښځو د نړیوالې ورځې سره برابره ده په کابل کې خپلې خپرونې پیل کړې وې.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې حالت د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کلونو ته ورته شوی. په هغه وخت کې تلویزیوني خپرونې او تصویر اخیستل په بشپړ ډول منع شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG