د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي دریو هوايي ډګرونو کې د رادار سیستم نصب کوي


Afghanistan
Afghanistan

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وازرت مسؤلین وايي، د هیواد د هوايي حریم د کنټرول په هدف یې د دریو ولایتونو په هوايي ډګرونو کې د رادار سیتسم نصبولو چارې پيل کړي دي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده د دوشنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږې اوومه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دغو ولایتونو کې د کابل، بلخ او هرات هوايي ډګرونه شامل دي.

اوس مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ترافیک په ډېرو کمو امکاناتو سره د یوه افغان ټېم لخوا کنټرول کیږي چې د قطر او اوزبیکستان د مسلکي کسانو لخوا روزنه ورکړل شوې ده.

بلخوا د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو همدارنګه ادعا وکړه چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال، د کابل هوايي ډګر اکثره تجهیزات، تاسیسات او وسایل تخریب کړي دي.

د دغه وزارت عملیاتي معین غلام جیلاني وفا وویل چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ۷۰ سلنه تجهیزات او تاسیسات د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال له منځه وړل شوي دي.

هغه وویل: "د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د میلونونو ډالرو په ارزښت تجهیزات او تاسیسات د بهرنیو ځواکونو او مغرضو کسانو لخوا له منځه وړل شوي دي."

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مسؤلینو په وینا دغه سیستمونه، ترمینلونه او تخنیکي وسایل د متحده عربي اماراتو او قطر په همکارۍ ترمیم او بیرته فعال شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت او د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام تر بشپړېدو وروسته دغه نړیوال هوایي ډګر له فعالیت څخه ولوېد، خو تر څو میاشتو تېرېدو وروسته دغه هوايي ډګر بیرته د ځینو پروازونو لپاره چمتو شوو.

تېره ورځ د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد هم په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د دغه هیواد د رادار سیستم په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو تر دا مهاله د کابل نړیوال هوايي ډګر د تاسیساتو او تجهیزاتو د تخریب په اړه څه نه دي ویلي،خو تر دې مخکې د دغه هیواد ددفاع وزارت په یو راپور کې تائید کړې وه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د امریکا متحده ایالاتو جوړ ۷۸ الوتکې چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې وې له وتلو څخه مخکې غیرې فعالې کړې.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د افغانستان له یو شمېر ګاونډیو هیوادونو سره یې د هوايي حریم چارو د تنظیم تړونونه لاسلیک کړي دي چې د تیر یو کال راپدېخوا د افغانستان په فضا څه باندې ۱۵زره عبوري پروازونه تیر شوي دي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو په اساس په تیر یو کال کې د افغانستان له هوايي ډګرونو ۳۲۴۳ پروازونه تر سره شوي چې له دې درکه یې شاوخوا شپږ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د دغه پروازونو له لارې نژدې۳۷۰زره مسافرینو داخل او خارج ته انتقال شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو په ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد د متحدو عربي اماراتو یو شرکت سره لاسلیک کړ.

طالبانو د متحدو عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره قراراداد لاسلیک کړ چې د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو او د هغوي د سفر کولو د لوازمو د کنټرول او بررسۍ چارې پر مخ بوځي.

XS
SM
MD
LG