طالب چارواکي وايي هغه کسان، چې څو ورځې مخکې له کابل څخه ترکیې ته د افغانانو د انتقال اوازه خپره کړې وه او یو شمېر نور کسان چې د نظام (طالبانو حکومت) له ادرس څخه یې خلکو ته ښکنځلې کولې نیولي دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خپرونو مسؤل عبدالحق حماد د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) ویلي چې یاد کسان د طالبانو حکومت د استخباراتو لخوا نیول شوي دي.
ښاغلي حماد په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "ّهغه ښکنځلماران چې څو ورځې وړاندې يې د کابل هوايي ډګر سره ځينې هېوادوال توهينول او ځانونه يې د نظام برخه ګڼله، او هغه مخربين چې ترکيې ته د انتقال تخریبي اوازه يې خپره کړې وه ټول د استخباراتو رياست له لورې ونيول شول."
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت هیچا ته د خپلسرۍ او تخریب اجازه نه ورکوي. دا په داسې ده چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه د چهارشنبې په شپه د ترکیې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه هغه هیواد ته د افغانانو د انتقال اوازه ګده شوه.
د خپرې شوې اوازې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند او کابل ښار نورو سیمو په زرګونو کسانو د کابل نړیوال هوايي ډګر ته مخه کړه.
د چهارشنبې ورځې په مازدیګر ترکیې ته د افغانانو د انتقال اوازه په ډېر کم وخت کې تر ولایتونو هم ورسېدل او ویل کیږي چې د کابل له ګاونډیو ولایتونو څخه هم خلکو کابل ته حرکت کړی و.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې ترکیې ته د افغانانو د انتقال اوازه حقیقت نلري او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته له ورتلو څخه ډډه وکړي.
تر هغه وروسته په کابل کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د خلکو د داخلېدو مخنیوي په هدف امنیتي تدابیر زیات کړل او هوایي ډګر ته نژې د خلکو خورولو په هدف هوايي ډزې کېدلې.
په دغه شپه یو شمېر وسله وال کسان چې په ظاهره ځانونه د طالبانو امنیتي کسان معرفي کوي له یوه موټر څخه پر خلکو ډزې کوي او په لوړ اواز خندا کولو سره خلک ښکنځي. په ټولنیزو رسنیو کې د یادې ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه وپارول او د یادو کسانو له سپکاوي ډک چلند یې وغانده.
د کابل ښاریانو د فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه د یوې اوازې پر اساس پر داسې مهال د کابل پر نړیوال هوايي ډګر باندې هجوم ور وړ چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په زرګونو افغانان د دغه هوايي ډګر شاوخوا را ټول شوي و.
یاد افغانان هغه مهال له دروازو څخه په تېرېدو او دېوالونو څخه په اوښتو هوايي ډګر ته ننوتلي و چې یو شمېر یې له هیواد څخه بهر ته په وتلو بریالي شول او په زرګونو نور تر شاوخوا یوې میاشتې د یاد هوايي ډګر پر شاوخوا دېره و.
د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۲۶ (وږي ۴) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې بهر ته د تلونکو راټولو شوو خلکو په منځ کې د یوې چاودنې له امله د یو شمیر امریکایي پوځیانو په ګډون لسګونه افغانان ووژل شول.