د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پانګې اچونې کنسرسیوم جوړ کړی ؛ ایراني او روسي شرکتونو هم پکې ګډون لري


د طالبانو د سوداګرۍ سرپرسرت وزیر نور الدین عزیزي.
د طالبانو د سوداګرۍ سرپرسرت وزیر نور الدین عزیزي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت وایي د ایراني، روسي او پاکستاني شرکتونو په ګډون یې یو کنسرسیوم جوړ کړی چې په افغانستان کې د برښنا، کانونو او زیربنا په برخې کې د پانګې اچولو لپاره د پلان په جوړولو تمرکز ولري.

د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په کنسرسیوم کې ۱۴ افغان سوداګر هم شته دي.

وزارت ویلي چې د بهرنیو شرکتونو سره یې تفاهم لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې دا هیوادونه کابل ته د یو ملیارد ډالر په ارزښت پروژو د کتلو لپاره خپل اړوند پلاوي راولیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي او په افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شوې او په بانکي سکتور یې هم بندیزونه لګیدلی، هیواد د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی.

یو شمیر بهرني پانګه وال په افغانستان کې د امنيتي ستونزو له کبله هم پانګې اچولو ته زړه نه ښه کوي.

خو د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي د همدې کنسرسیوم او ځانګړو اقتصادي سیمو جوړولو په ګډون د سوداګرۍ لپاره اوږدمهاله پلانونه لري.

ښاغلي عزیزي وویل چې د طالبانو حکومت د امنیت په ډاډمن کیدو هم کار کوي.

هغه زیاته کړه، "په کابینې کې د امنیت پر سر ډیر بحثونه شوي. کمیسیونونه جوړ شوي او د وسله والو ډلو د پټیدو خوندي ځایونه هم له منځه وړل شویدي".

دې جګپوړي طالب چارواکي همدرانګه ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت د خصوصي سکتور ملاتړ کوي او د امنیت د برابرولو ډاډ ورته ورکوي.

د طالبانو حکومت وایي چې پلان یې جوړ کړی دی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني پوځي مرکزونه په تجارتي سیمو بدل کړي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر تیره اوونۍ وویل ‌ چې دا پرېکړه د اقتصادي کمېسیون په غونډې کې شوې ده. اعلامیه وايي چې په دغو اډو باندې به ازماېښتي کارونه ژر پیل شي.

په دغې اعلامیې کې، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر کې خپور [ریټویټ] کړی دی ویل شوي دي: «په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي. په همدې موخه دې له یادو اډو څخه یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیل شي

طالبانو د دغه پلان په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی او نه هم ویل شوي‌ دي چې په دې پروژو باندې ټولټال څومره لګښت راځي او له کومه یې کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه چې د برښنا او کانونو د پروژو تر څنګ دا کنسرسیوم پدې احتمالي پلان هم کار کوي چې په سالنګ درې کې یو بل تونل هم جوړ کړي.

ښاغلي عزیزي وویل چې د پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد او کابل – هرات تر منځ د لویې لارې بیرته رغول هغه څه دي چې دا کنسرسیوم به پرې کار کوي.

XS
SM
MD
LG