د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مالیې وزارت وايي تیرو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي


د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنو د زیاتېدو سره هم مهاله، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وزارت وايي، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو ۱۱میاشتو کې یې د افغانستان له ګمرکونو څخه ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب لومړۍ) په يوه اعلاميې کې ویلي چې تر دې مخکې حکومتونو کې د افغانستان د ګمرکونو کلني عواید له ۷۳ میلیارد افغانیو څخه زیات شوي نه و.

د مالیې وزارت همدارنګه ویلي چې د افغانستان د ګمرکونو په عواید کې په داسې مهال زیاتوالي راځي چې په وینا یې ګمرکي محصول تر ۶۸ سلنې کم شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې: "د ګمرکونو په عواید کې دغه بېساری لوړوالی د دې ښودنه کوي چې، په ګمرکونو کې مسلکي او ژمن کادرونه ګمارل شوي، فساد صفر شوی او په چارو کې پوره روڼتیا رامنځته شوې ده."

دغه وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې ټول ګمرکونه ۲۴ ساعت فعالیت کوي او په خبره یې د سوداګرو په وړاندې خنډونه لیري شوي او د فساد مخه نیول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان مالي کال پای ته رسېدو ته یوه میاشت پاتې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان په ګمرکونو کې تر ډېره حده د فساد مخه نیول شوې چې ورسره د ګمرکونو عواید زیات شوي دي.

ښاغلي الکوزي وویل: "یوازینی علت یې دادی هغه اخازه ګانې او هغه زورواکان چې پخوا یې په ګمرکونو کې لاس درلود او د ګمرک عواید یې په شخصي جېبونو کې اچول هغه هم قطعه شوي دي هغه پخواني زوروران او لویان او دوهم کوم فساد چې په مامورینو کې موجود و هغه هم له منځه تللی دی."

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان د داخلي عوایدو زیاتوالي بل لامل پاکستان او ځينو نورو هیوادونو ته د ډبرو سکرو ترڅنګ د وچې میوې، نفتو او نورو خامو موادو صادراتو زیاتولي بولي.

طالب چارواکي پر داسې مهال د افغانستان د عواید زیاتېدو خبر ورکوي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د دغې ډلې له بیا واکمن کېدو وروسته زیات شمېر پانګوال له افغانستان څخه وتلي او دا هېواد تر ډېره د پاکستان او ایران له لارې تجارتي راکړه ورکړه کوي.

د افغانستان د داخلي عوایدو زیاتېدو په اړه پر داسې مهال خبر ورکول کیږي چې د نړیوال بانک تر دې مخکې په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ زیاتېدو په اړه خبر داری ورکړی و.

نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې د افغانستان اقتصادي وده به په راتلونکو دوه کلونو کې د ۲ نه تر ۲.۴ سلنه اوسي، خو په وینا یې سړي سر عاید به لوړ نشي او د نفوس د زیاتیدونکي حالت سره د فقر او بی وزلۍ د کمیدو هیڅ څرک نه لګیږي او د خوراکي موادو کمښت لوی ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمانونو تر دې وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې دا وخت ۲۸ میلیونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړ دي او لږ تر لږه شپږ میلیون انسانان سخته لوږه ګالي.

XS
SM
MD
LG