د لاس رسي وړ اتصالات

په ویانا کې د ایران د اتومي‌ قرار داد په سر خبري بیا پیل شوې


د ایران او د نړۍ د قدرتونو د استازي ترمنځ خبري په همدې هوټل کې پیل شوي دي
د ایران او د نړۍ د قدرتونو د استازي ترمنځ خبري په همدې هوټل کې پیل شوي دي

له لس ورځني ځنډ وروسته د اتریش په پلازمینه ویانا کې د سه شنبې په ورځ نومبر اتمه (سلواغې ۱۹) د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د ایران د اتومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو په هدف غیر مستقیمي خبري اتري له سره پیل شوې.

چارواکي وایي په دغو خبرو کې، چې په نومبر میاشت کې پيل شوي، تر اوسه ډیر کم پرمختګ شوی دی.

د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د سخت دریځي ابراهیم رئیسي له بریا وروسته دغه خبري تر نومبر میاشتې وځنډې.

مذاکرات تیره میاشت چټک شول خو یو شمیر مهم مسایل نا حل شوي پاته دي، غربي قدرتونه وایي د ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومي قرار داد راژوندي کیدو ته فرصت کم دی. مرکچیان د لسو ورځو لپاره خپلو هیوادونو ته له چارواکو سره د سلا مشورو لپاره ولاړل.

په داسې حال کې چې د ایران، متحدو ایالتونو، روسیې، چین، فرانسې، جرمني، بریټانیا او ارویايي ټولنې چارواکو د سه شنبې په ورځ په مختلفو سطوحو کې ملاقاتونه پیل کړي، دا تر اوسه روښانه نده چې څومره پرمختګ شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال اتومي قرار داد د ایران د اتومي‌ فعالیتونو د کمیدو په بدل کې په هغه هیواد نړیوال بندیزونه کم کړي وو.

خو د امریکا پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول متحده ایالات له یاد تړون څخه وایست او د هغه هیواد پر اقتصاد یې سخت بندیزونه ولګول چې د تیلو صادرات ډیر متاثره شول.

ایران هم د قرار داد له ډیرو محدودیتونو څخه سرغړونه وکړه او د یورانیمو د غني کول یې زیات او چټک کړ.

ایران وایي امریکا له قرار داد څخه وتلې او دا په واشنګټن پورې اړه لري چې د بندیزونو د لیرې کیدو لپاره لومړی توافق وکړي او تضمین ورکړي چې بیا نه وځي.

غربي چارواکي وایي هڅه کوي د حل داسې یوه لار پیدا کړي چې دواړه طرفونه په همغږۍ پر مخ ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG