د لاس رسي وړ اتصالات

په ویانا کې د ایران په اتومي پروګرام مذاکرات له سره پیلیږي


د ایران د اتومي پروګرام د خبرو یوه برخه 
د ایران د اتومي پروګرام د خبرو یوه برخه 

په ویانا کې دپلوماتان وايي‌ چې ټاکل شوې نن دوشنبه فبروري‌ اوومه (سلواغه۱۸) د ایران په اتومي پروګرام باندې خبرې له سره پيل شي.

دا خبرې د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته د بیا ورګرځېدو لپاره کیږي.

د اروپايي ټولنې ویاند الن متون په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د ویانا د خبرو اتم پړاو نن پیلیږي‌ چې چین، فرانسه، جرمني، روسیه، بریتانیا، ایران او د امریکا متحده ایالتونه په کې ګډون لري.»

په همدې حال کې د جرمني صدر اعظم اولاف شولتزد واشنګټن ورځپاڼې ته ویلي‌ دي چې په بریالي‌ ډول د دغو مذاکراتو پای ته رسېدل په ایران پورې تړلي ‌دي.

هغه وویل: «هغوی ته مو ښکاره پیغام ورکړی چې اوس د پرمختګ او پرېکړې وخت دی، نه د بهیر د اوږدولو... دا یو برخلیک ټاکونکی بهیر دی او هیله لرو چې هغوی [ایران] له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي چې په سبانۍ غونډه کې به د امریکا د ځوابونو څخه معلومه شي چې کله توافق کېدای شي. نوموړي وویل چې ایران داسې ضمانتونه غواړي چې امریکا بیا دا «تړون مات» نکړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني په خپل ټویټر کې لیکلي وو: «د ویانا په خبرو کې د محدود پرمختګ سره سره لا هم د دخیلو غاړو په ژمنو کې یو لازم توازن ته له رسېدو څخه لېرې یو. په واشنګټن کې سیاسي پرېکړې د ژمنو د توازن ضرورتونه دي چې یوې ښې موافقې ته ورسېږو.»

د ایران او نړۍ د زبر ځواکونو هېوادونو ترمنځ د ویانا خبرې تېره اونۍ بندې شوې او مذاکره چیان د نورو مشورو لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزیپ بوریل هیله ښودلې چې ټولې دخیلي غاړې بېرته له یوې ښکاره اجنډا سره راوګرځي او سیاسي پرېکړې وکړي.

د فرانسې خبري‌ اژانس وایي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزات د جمعې په ورځ وویل چې د «ګډ اقدام هر اړخیز پروګروام» ته د بیا ورګرځېدو لپاره د یو ضروري تخنیکي ګام په پورته کولو سره د ایران په ملکي اتومي پروګرام باندې بندیزونه لېرې کوي.

په دې کار سره د نړۍ نورو هېوادونو او شرکتونو ته هم فرصت برابرېږي چې د ایران په ملکي‌ اتومي پروګرام کې ونډه واخلي.

د ایران اتومي پروګرام ته د بیا ورګرځېدو لپاره خبرې اترې څو میاشتې مخکې پیل شوې. د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه په یو طرفه ډول ووت، هغه وویل چې دا تړون خلاوې لري او ایران ته یې ګټه ډېره رسیږي.

دا تړون په ۲۰۱۵ کې لاسلیک و چې په اساس به یې په ایران بندیزونه ختمیږي او ایران به یې په بدل کې د یوریانیمو د پروګرام غني کول بندوي.

XS
SM
MD
LG