د لاس رسي وړ اتصالات

'مرګ په خامنه‌یي' شعار؛ د ایران د رادیو تلویزیون په شبکو سایبري برید شوی 


د صدا او سیما هک کیدل
د صدا او سیما هک کیدل

د ایران د صدا او سیمه په رادیو تلویزیوني شبکو سایبري برید شوی او "مرګ په خامنهیي" شعار او د مجاهدین خلق د سازمان د مشرانو تصویرونه د څو ثانیو لپاره د تلویزیون پر مخ راڅرګند شول.

د رپوټونو له مخې پدغه انټرنیټي برید کې چې د ایران د ۵۷ کال د اسلامي انقلاب د کالیزې په درشل کې وشو د قران تلویزیوني شبکه، رادیو پیام، او رادیو جوان هم د ورته بریدونو سره مخامخ شوي دی.

پدغه سایبري برید کې چې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) شاوخوا د ۱۰ ثانیو لپاره ترسره شو د "مرګ پر خامنهیي" شعار تر څنګ د هغه تصویر چې د چلیپا علامه پرې لګول شوې وه او همداشان د مریم مسعود رجوي تصویرونه د ایران د یک تلویزیوني شبکې پرمخ خپاره شول.

مسعود رجوي د شاه پهلوي د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د مجاهدین خلق د سازمان د مرکزي کمیټې غړی ددې سازمان مشر او د ایران د ملي مقاومت د شورا مسول دی.

د ایران د صدا او سیما شبکې فني مرستیال رضا علي‌دادي، پدې بیان سره چې دغه سایبري برید تر څیړنې لاندې دی وویل: "داسې بریښي چې دغه پیښه ساده کار ندی؛ ډیر پیچلی کار دی چې په ډیر زیات احتمال هغه کسان چې دغه تکنالوژي لري کولای شي د هغو امکاناتو څخه چې دمخه یې په سیستمونو باندې پام کې نیولي ګټه واخلي او وکړای شي زیربناو ته تاوان پیښ کړي. "

د فارس خبري اژانس چې سپاه پاسداران ایران ته نژدې رسنۍ ده هم اعلان کړی دی چې ددغه سایبري برید د منشا د موندلو په اړه چې هغه "خرابکاري" ګڼلې پلټنه پیل شوې ده.

له دې دمخه د ایران په مختلفو رسنیو کې سایبري بریدونو هم رامنځته شوي وو چې د سونګ موادو د سیستم او د ایران د اوین زندان د امنیتي کمرو هک کیدل په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG