د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن ته د قطر د امیر د سفر دمخه، د قطر د بهرنیو چارو وزیر تهران ته ولاړ


ایراني او قطري رسنیو رپوټ ورکړی چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د ایراني مقاماتو سره د کتنې لپاره تهران ته رسیدلی دی.

ایران ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر سفر واشنګټن ډي سي ته د قطر د امیر د سفر څخه څو ورځې مخکې پداسې حال کې کیږي چې ایران او د نړۍ ستر ځواکمن هیوادونه د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي ټړون د بیرته راژوندي کیدو پر سر چانې وهي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان، د تیرې دوشنبې په ورځ د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ مستقیمې خبرې رد نکړې.

د ایران دولتي اژانس د ایران اټومي مذاکراتو ته له اشارې پرته رپوټ ورکړی چې د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیران "د دوه اړخیزو مسایلو، د سیمې د مهمو موضوعاتو او پرمختګونو ددې جملې څخه د افغانستان او یمن" په اړه بحث او نظر تبادله کړی دی.

د ایران دولتي اژانس رپوټ ورکړی دی چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د تازه کړکیچونو په اړه د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې د یمن کړکیچ پوځي حل لاره نلري او باید د خبرو له لارې حل شي. هغه روان وضعیت ته په اشارې ویلي چې: "دا وضعیت د هیڅ یو اړخ په ګټه ندی."

د ایران د ایسنا اژانس رپوټ ورکړی چې د قطر د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره په کتنه کې هغه ته د قطر د امیر له لورې د رسمي سفر بلن لیک ورکړی چې په قطر کې د تیلو د صادرونکو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

له بلخوا ټاکل شوې چې د قطر امیر شیخ تمیم بین حمد آل ثاني د جنورۍ په ۳۱ واشنګټن ډي سي ته سفر وکړي او د نورو مسایلو ترڅنګ د ایران د اټومي تړون په راژوندي کیدو باندې هم د امریکایي مقاماتو سره خبرې وکړي.

متحده ایالاتو او ایران د اپریل د میاشتې راهیسې اته ځلې د ایران د اټومي تړون په اړه مستقیمې خبرې کړې دي، که څه هم چې دغه مذاکراتو تر اوسه د پام وړ نتیجه نده ورکړې.

متحده ایالات د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر وخت په یو اړخیزه توګه د ایران او د نړۍ د ځواکونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه ووت او بیا یې پر تهران نور اقتصادي بندیزونه هم ولګول.

ایران هم په پرله پسې توګه د اټومي تړون د موافقو څخه سرغړونه وکړه او په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو کار یې پیل کړ چې په تړون کې محدود کړای شوی و.

XS
SM
MD
LG