د لاس رسي وړ اتصالات

سپين‌بولدک او اسلام قلعه کې په موقت ډول د IOM فعالیتونه ځنډول شوي


د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د کندهار په سپین‌بولدک او د هرات په اسلام قلعه کې یې خپل فعالیتونه په موقته توګه ودرولي دي.

دغه سازمان په یو بیان کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د جګړو زیاتوالي په بندرونو باندې پام وړ اغیزې کړې دي.

په بیان کې راغلي: "په سپین‌بولدک او اسلام قلعه کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان فعالیتونه د وروستیو جګړو تر اغیزې لاندې راغلي او په موقت ډول ځنډول شوي دي".

دغه سازمان ویلي چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره په وخت د مرستې رسونې د فعالیتونو د بیا پیلولو په اړه څیړنې روانې دي.

د کډوالو راستنېدل

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو په اساس په روان میلادي کال کې څه باندې ۶۲۷زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې له دې شمېرې ۲۱۱۳۳ کډوال له ایران او ۶۸۴۶ له پاکستان څخه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان کرکېچ ته د رسېدنې ادارې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته د ۶۵۴زره بې اسناده کډوالو د راستنېدو وړاندوینه کړې وه، خو دغه سازمان ویلي چې د روان کال په جولای میاشت کې د بیرته راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۷۶سلنه زیاته شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي د دې احتمال شته چې د تیرو کلونو په پرتله په روان میلادي کال کې زیات شمېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالي ته په پاملرنې د مرستو رسولو لپاره شاوخوا ۳۰ میلیونه نورو ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG