د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: داسې وضعیت کې نه یو چې نور افغان کډوال ومنو 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره سم، پاکستاني چارواکي اندېښنه ښيي چې نور افغانان به پاکستان ته کډوال شي.

که څه هم داسې کومې نښې نښانې نشته چې له افغانستان څخه پاکستان ته د کډوالو نوې څپه پیل شوې وي، خو د پاکستان حکومت اندېښنه لري چې د جګړې په زیاتېدو سره به دا کار وشي او دوی د نورو اضافي افغان کډوالو د جذب کولو ظرفیت نلري.

د پاکستان د ملي امنیت د شورا مشاور معید یوسف امریکا غږ ته وویل چې هېواد یې داسې وضعیت کې نه دی چې نور افغان کډوال ومنلای شي.

هغه وویل که داسې کوم وضعیت رامنځ ته کیږي، نړیوالې ادارې دې په افغانستان کې دننه د بېځایه کېدونکو غم وخوري.

ښاغلي یوسف زیاته کړه: «موږ غواړو چې مرسته وکړو خو دا وخت داسې وضعیت کې نه یو چې نوي کډوال ومنو. نړیوال ځواکونه او ملګري ملتونه دې په افغانستان کې دننه هغوی ته ترتیبات ونیسي.»

ملګري ملتونه وايي په ۱۹۸۰ کلونو کې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له یرغل وروسته میلیونونه افغانان پاکستان ته کډوال شوال. دا مهال شاوخوا درې میلیون افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې د چارواکو په خبره نیمايي یې له قانوني اسنادو پرته هلته مېشت دي.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې په زیاتېدو سره ښايي بشري ناورین رامنځ ته شي.

دغې ادارې نن سه شنبه ۱۳ (چنګاښ ۲۲) ویلي چې د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر دې دمه ۲۷۰۰۰۰زره افغانان د جګړو له امله له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي او ضروري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې اعلان وکړ چې د مۍ له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان څخه د هغوی د ځواکونو وتل پیلیږي او د سپتمبر په میاشت کې به دا بهیر بشپړ شي.

تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر د امریکا د مرکزي قوماندې مشر ته قرانګ مککنزي ته د ځواکونو قومانده وسپاره. دا کار په سمبولیک ډول په افغناستان کې د امریکا د جګړې د ختمېدو په مانا دی.

په همدې حال کې طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونه زیات کړي او یو شمېر سیمې یې نیولې دي. افغان چارواکي وايي طالبانو غواړي د زور له لارې واک ته ورسیږي خو په خبره یې افغان او امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د افغانستان څخه دفاع وکړي

XS
SM
MD
LG