د لاس رسي وړ اتصالات

 هند کې د واورو ښویدو پېښه کې ۱۰غره ختونکي مړه او ځینې نور ورک دي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

هند کې د واورو ښویدو پېښه کې ۱۰غره ختونکي مړه شوي او ۱۸ نور ورک دي

په هند کې پولیس چاروکي وايي چې د هیمالیا د غرونو په لوړو کې د واورو ښویدو په پېښه کې لس غره ختونکي مړه شوي دي او ۱۸ نور لا هم ورک دي.

پولیسو نن چهارشنبه اکتوبر پنځمه (تله۱۳) وویل چې د غره ختونکو لسګونه روزونکي د هند د شمالي ایالت اتراکنډ د «دروپدي کا ډنډا-۲ غره» په واورو کې ګېر شوي دي.

د هند هوايي ځواک او همدغه راز په سیمه کې د بېړنیو حالاتو د ادارې مامورانو د دوی د ژغورلو هلې ځلې پیل کړې وې خو د درنو واورو او شړکنده باران له کبله یې عملیات له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي‌ دي.

د اتراکنډ د پولیسو ادارې په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «د ژغورنې ټیمونو د لسو کسانو مړي اېستلي دي» او همدغه راز ۴۰ تنه نور ژغورل شوي دي.

دا سیمه د سیند له سطحې څخه ۴۹۰۰ میتره لوړه ده او پولیس چارواکي وايي چې په سیمه کې د پنځو ژغورل شویو کسانو درملنه شوې ده.

د پولیسو له لوري په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې ځينې ژرغورل شوي خره ختونکي د پولیسو په بدرګه په سیمه کې ګرځي راګرځي.

د اتراکنډ ایالت وزیر پشکار سنګ دهمي په خپل ټویټر کې منلې ده چې په مړو کې سیویتا کانسوال هم شامله ده، سیویتا سږکال د ایوریست غره لوړو ته ختلې وه. هغه د دغو خره ختونکو سره د روزونکې په توګه تللې وه.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس حکومت د دغې پېښې له قربانیانو او کورنیو سره مالي مرستې هم کړي‌دي. چارواکي وايي چې د غره ختونکو په دغې ډلې کې ۳۴ روزونکي، اووه لارښودان او ځینې نرسان هم شامل وو. د دوی د ژغورنې لپاره دوه هلیکوپترې هم استول شوې دي.

دا لومړی ځل دی چې د همالیا د غرونو په لوړو کې دا ډول پېښه کېږي.

XS
SM
MD
LG